د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: پارلېمان د بشري حقونو د کمېشن جوړولو بل منظور کړ



ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان پارلېمان د بشري حقونو د يو قامي کمېشن د جوړولو منظوري ورکړيده.

له دې کمېشن سره به دا اختيار وي چې له بشري حقونو د سرغړونې پر تور کسانو پرضد کار روايي وکړي.

د قامي کمېشن په اړه قراداد د قامي اسمبلی او د سينټ نه منظوري کړي شوي وو، خو تر دې وروسته څه بدلون په کې راوستل شو او د جمعي په ورځ د دې بل منظوري ورکړل شوه.


د استخباراتي ادارو په اړه مادې

د بشري حقونو لپاره د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلانی سلا کار مصطفا نواز کوکر، چې دا بل يې پارليمان ته د منظوري لپاره وړاندې کړی وو، وايي:

((د قامي کمېشن ارټيکل څوارلسم او پيځلسم د پوځ او د استخباراتي ادارو په اړه دی، او که چېرې د هيواد په کوم ګوټ کې د دوی له اړخه د بشري حقونو خلاف ورزي کېږي نو د دې ادارې مشران به قامي کمېشن ته جوابده وي.))

د پاکستان په سينټ کې د مسلم ليګ (ق) غړي مشاهد حسين سيد له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا يو مثبت ګام دی، له دې نه د يو ژوندي جمهوري پاکستان عکاسي کېږي چې پشمول د پوځ ټولې ادارې، د قانون د بالادستي تابع دي.

(( د بشري حقونو پر ضد که څه هم يوه اداره يا يو فرد ککړ وي نو د دې پيشي د قامي کمېشن مخې ته کېدای شي. دا به يو وفاقي، قامي، او ازاده اداره وي.))


بشري حقونه خوندي ساتل

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پوځ مشران او يا هم د استخباراتي ادارې چارواکي به دې کمېشن ته وړاندې شي؟

مشاهد حسين یې په ځواب کې وويل:

((د سپريم کورټ مخې ته جرنېلان، د استخبارتي ادارو چارواکي، بیوروکراټان، سياستدانان او وزيراعظم پخپله پېش شوي. اوس يو روايت جوړ شو چې څوک هم له قانونه بالاتر نه دي. قامي کمېشن به هم د قانون تابع وي او بشري حقونه به خوندي ساتي.))

خو د پاکستان د لوی اپوزیشن ګوند مسلم ليګ نواز د بشري حقونو د قامي کمېشن د بل د منظوري پر مهال احتجاج کړی.


د حکومت پر نیت شک دی

مشال راډيو سره په خبرو کې د ن ليګ وياند صديق الفاروق وويل د دوی ګوند هله د بل او يا د قانون مخالفت کوي چې کله دوی د حکومت پر نيت شک ولري.

دوی زياتوی چې د بشری حقونو د کمېشن پرضد نه يوو.

((موږ د ائين لاندي د بشري حقونو علمبدار يوو. موږ د هغه هر يو ګام مخالفت کوو چې ازاد وګړي وتښتول شي. موږ داسي کمېشن نه غواړو چې څوک يې منفي مقصدونو لپاره استعمال کړي. د پارلېمان غونډه د سزا يافته وزيراعظم به مشري کې روانه وه نو ځکه دوی احتجاج کاوه. د دوی ګوند د هيڅ يو معقول شي مخالفت نه کوي.))


په اصلي مانا کې عملي کېدل

د بشري حقونو کاروکونکو د حکومت دا ګام ستايلي خو پر دې خبره يې ټینګار کړی چې دا عملي هم کړي.

د بشری حقونو له پاره کاروکونکې ثمر من الله له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې کله هم په پاکستان کې داسې قسمه قانون يا کمېشن جوړېږي نو له دې معلوميږي چې دا مسله شتون لري.

د بشري حقونو مسله دومره زياته شوه چې د دې مخنيوي له پاره کار کول په کار دی.

((تر دې بل وروسته، که چېرې په اصلي مانا کې عملي کېږي، نو د دې به خلک څه نا څه تپوس کوي چې دا کس له دې کوره اوچت کړو. په څه بنياد مو اوچت کړو. مخکې به بيخي خلکو په دې څه خبره او يا هم څه پوښتنه نه کوله او هغه ځکه چې داسې قانون هم نه وو.))

د بشري حقونو کاروکونکې ثمر من الله زياتوي، د دې قانون عملي کول يو لوی امتحان دی او که چېرې دا نه عملی کېږي نو دا کاميابي به نيمګړې پاتي شي.

ثمر وايي چې مخکې د احتساب خبره نه وه، د دې قانون له وجې به د بلوچستان د لا درکه کسانو اواز راپورته شي.

په پاکستان کې د دغه هيواد په پوځ او استخباراتي ادارو زياتره وخت دا تور لګي چې دوی په پټه خلک تښتوي چې هغه په کالونو ورک وي يا يې خراب شوي مړي وموندل شي خو پوځ او استخباراتی ادارې بيا دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG