د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د لیارۍ عملیات، بلوڅان وژل کېږي که مجرمان؟



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د پاکستان د کراچۍ ښار په مرکزي سیمې لیارۍ کې له تېرو اته ورځو راهیسې دلته د مېشتو وسله والو پر ضد د امنیتي ځواکونو اپریشن د جمعې په ورځ د دوو ورځو له پاره ځنډول شوی دی.

د ښار د بلوڅو په ګڼ مېشتې سېمې لیارۍ کې دغه عملیات د اپریل د میاشتې په ۲۷ نېټه شورو شوي ول.

دغه عملیات چې په کې د ۶ پولیس سرتېرو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ژوبل شوي دي، مشري یې دکراچۍ د سي ایي ډي پولیسو مشر چودري اسلم په غاړه ده.


په سیمه کې (ټول مجرمان) دي

هغه وایي، په سېمه کې په جرمونو کې ککړ عناصر شتون لري نو ځکه یې پر ضد دوی عملیات پیل کړي دي او دا به تر هغې جاري ساتي چې سېمه یې له وسله والو پاکه کړي نه وي.

((په دې اپریشن کې چې د سخي خان په نوم کوم تن وژل شوی وو ، هغه مسود (مسید) وو، پولیسو ته مطلوب او له عدالته سزایافته هم ووـ په دې وسله والو کې تاسو موږ ته یو داسې سړی وښیئ چې کېسونه پر نشته او بې ګنا دی. دوی پر پولیسو راکټې وروي او پولیس وژني. په دې اپریشن کې شپږ پولیس والا وژل شوي هم دي.))

چودري اسلم زیاته کړه چې په یاده سېمه کې د بلوڅ بېلتون پاله ډلو غړي هم شتون لري.


حکومت بلوڅان وژني

اخوا بلوڅ ملت پاله ډلې وایي، که په کراچۍ کې په جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد عملیات کېږي نو ولې دغه عملیات د ښار هغو برخو ته نه غځول کېږي چې په جرمونو کې ککړ کسان په کې شتون لري؟

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر مینګل دغه عملیات په پاکستان کې د مېشتو بلوڅانو پر ضد د روانو کار روایانو برخه ګڼي، او زیاتوي چې اوسني حکومت د بلوڅانو ختمولو پسې راخیستې ده.


بلوڅان نه دي بدمعاشان دي

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د لیارۍ د خلکو استازی نبیل ګبول چې په خپله هم بلوڅ دی د ملت پاله دغه تورونه ردوي ، هغه وایي:

((داسې ویل کېږي چې دلته بلوڅان وژل کېږي خو هغه خلک چې بد معاشان دي او په سر یې جایزې ایښودل شوي دي که په هغو کې ۴ بلوڅان دي نو ۴ په کې غیر بلوڅان هم دي. د تاجو په نوم کس له جنوبي افریقا راغلی دی هغه شیدیان دی. په دې کې سېندیان او کچیان هم شته ـ د داسې خبرو مقصد دا دی چې پر حکومت فشار راوړل شي او اپریشن بند کړی شي. او دوی په سیمه کې خپلو ناجایزو کارونو ته ادامه ورکړي.))


عملیات سیاسي دي

د لیارۍ په سېمه کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې پیپلز امن کمیټۍ یو مشر حبیب جان بلوڅ چې اوسني حکومت ته مطلوب هم دی وایي، په لیارۍ کې روان اپرېشن سیاسي بڼه لري.

((څومره چې د ټاکنو وخت رانېږدې کېږي، د پیپلز ګوند مشران پر سیمه ییز مشرتابه د فشار اچولو له پاره د داسې اپرېشن په ذریعه د وېرې ماحول جوړول غواړي. او له کله چې د صدر اصف زرداري ورور اویس مظفر د لیارۍ چارې په لاسو کې اخیستي دي له هغه وخت راهیسې صورتحال د خرابېدو په لور روان شوی دی.))

د یادونې وړ ده چې ولسمشر زرداري د ۱۹۹۰ په ټاکنو کې د لیارۍ د خلکو په ووټونو قامي اسمبلۍ ته کامیاب شوي وو.

نوموړي موده مخکې اعلان کړی دی چې د هغه زوی او د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري به په راتلونکو ټاکنو کې له لیارۍ څخه په ټولټاکنو کې برخه اخلي.

خو د پیپلز امن کمټۍ رهنما او لیارۍ د سېمې استوګن عزیر جان بلوڅ د مې پر څلورمه نېټه خبریالانو ته ویلي ول، لیاري اوس د پیپلز ګوند هسې مرکز نه دې پاتې لکه مخکې چې وو.

دی وايي، هغه ځکه چې یاد شوی ګوند د نورو ګوندونو په لمسون پر خپلو خلکو ګولۍ وروي.

د هغه وینا وه چې که بلاول بوټو زرداري هم ټاکنو ته ودرېږي دوی به یې به ضد خپل کس ضرور ودروي.


سیاسي نه دي

خو د سېند صوبې د پولیسو مشر مشتاق شاه د لیارۍ په عملیاتو کې د سیاسي عمل دخل خبرې بې بنسټه بولي، او زیاتوی چې امنیتي ځواکونو یواځې د هغو عناصرو پر ضد عملیات روان ساتلي چې پر پولیسو راکټونه وروي او د پولیسو پر وړاندې مزاحمت کوي :


((دا تاثر چې ورکول کېږي چې موږ له لیارۍ د دې اپرېشن په ذریعه یوه ډله وباسو او بله ډله ورننباسو دا ټولې غلطې خبرې دي او ددې هیڅ بنیاد نشته.))


د خلکو ستونزې

په لیارۍ کې له ۱۷ لکه زیات خلک اوسي.

په دې ځای کې د پولیسو او وسله والو له طرفه پر یو بل د حملو له وجې اوسېدونکي له تېرو اتو ورځو راهیسې په کورونو کې بند ول.

په دې سیمه کې د ښوونځیو امتحانونه ځنډول شوي ول، او په سیمه کې د اوبو او برېښنا د نظام خرابېدو له وجې د خلکو ژوند لا نور ستونزمن شوی دی.

هلته حکومت په لیارۍ کې وسله والو ته د دوو ورځو وخت ورکړی چې ځان دې پولییسو ته وسپاري، او که داسې و نه کړي نو ((تر اوسنیو عملیاتو لوی هغه به)) پیل کړي.
XS
SM
MD
LG