د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې دوه برتانیوي پوځیان وژل شوي


د برتانیې پوځ منلې چې دوه پوځيان یې د افغانستان په جنوب کې د ميزایلو په برید کې وژل شوي دي .

د برتانیې پوځ ویلي پر عسکرو یې د هېلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال برید شوی دی.

د سرتېرو نومونه نه دې په ډاګه شوي خو د برتانیې پوځ وايي، د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د پېښې په اړه خبر ورکړل شوی دی .

له دې سره په افغانستان کې د وژل شویو برتانیوي عسکرو شمېر ۴۱۲ ته ورسید.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG