د لاسرسي ځای


فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی -
د قبایلي سیمې خیبر انتظامي چارواکو، د باړې د شلوبر سیمې اوسېدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه دې په څلورو ورځو کې دننه پرېږدي.

چارواکو ویلي، په اکا خېلو کې یې حکومتي عمل داري پر ځای کړې ده نو اوسېدونکي اوس کولای شي بیرته کورونو ته لاړ شي.

د دوی په خبره، امنیتي ځواکونه غواړي د وسله والو پر ضد په شلوبر کې عملیات وکړي، او د موثرو عملیاتو له پاره اړینه ده چې د شلوبر سیمه خالي کړل شي، او اوسېدونکي یې خوندي ځایونو ته لاړ شي.

چارواکي وايي، د شلوبر اوسېدونکي د جلوزو کیمپ ته هم تللای شي، او هلته ورته پوره انتظامات شوي دي.

د باړې تحصیل مرستیال پولیټیکل اېجنټ بختیار مومند مشال راډیو ته وویل: ((په شلوبر کې به ضرور پوځي عملیات کېږي، او باید خلک یې دا سیمه خالي کړي. خو اکا خېلو کې امنیت پر ځای شوی دی، او [د هغه ځای اوسېدونکي] دې واپس لاړ شي.))

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د باړې په سپاه، اکا خېلو، ملک دین خېلو، کوهي چوک، یوسف تالاب او داسې نورو ځایونو کې پوځیانو د وسله والو پر ضد عملیات کړي دي.

د باړې اوسېدونکي وايي، د وسله والو او امنیتي سر تېرو تر منځ د نښتو پر وخت ولسي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې یو اوسېدونکی تراب اپریدی وايي: ((دې نا امنۍ او پوځي عملیاتو، او پوځي عملیاتو موږ له یو شمېر ستونزو سره مخامخ کړي یو. پر کورنیو د مارټر ګولیو راپرېوتو له امله ګڼ شمېر خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.))

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره (یو این ایچ سي آر) وايي، په دې وروستیو کې د باړې له سیمې د بې کوره شویو خلکو شمېر له دوه لکه اته زره هم زیات شوی دی.

د دې ادارې په وینا، دا کډوال یې د جلوزو په کیمپ کې رجسټر کړي دي. خو زیاتره خلک د کډوالو په کیمپ کې اوسېدل نه خوښوي او رجسټرېشن او د خواړو تر ترلاسه کولو وروسته په پېښور او نورو سیمې کې د کرایې په کورونو کې اوسي او یا هم له خپلوانو کره دېره دي.

په باړې کې له تېرو درو کالونو راهیسې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي.

دا عملیات د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد روان دي چې مشري یې منګل باغ کوي.
XS
SM
MD
LG