د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: بې پيلوټه الوتکې برید، ۸ وسله وال وژل شوي



عمر دراز وزیر، مشال راډیو

پېښور -
پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پيلوټه الوتکو په برید کې اته مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دا برید د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل په درې نښتر سیمه کې شوی دی.

د دوی په خبره، بې پيلوټه الوتکې د مې د څلورمې او پینځمې نېټې تر منځ د شپې مهال دا برید پر یوه پټنځای شوی دی.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیه وايي، شوال لرې پرته سیمه ده او له هغه ځایه د مالوماتو تر لاسه کول ګران کار دی.

انتظامیه وايي، همدا لامل دی چې نشي ویلای په دې حملې کې ځايي وسله وال وژل شوي، که نه مهم هم په کې شته.

له ورځو راهیسې په پاکستان کې د ډرون بریدونو په اړه تاوده بحثونه روان دی.

پاکستان دا حملې د خپل ملي حاکمیت پر ضد ګڼي.

خو امریکا وايي، شمالي وزیرستان د حقاني وسله والې شبکې قوي مرکز دی او باید پاکستان دلته د وسله والو پر ضد عملیات وکړي.

امریکا وايي، د حقاني شبکې دا وسله وال، په افغانستان کې بهرني سر تېري په نښه کوي.

پاکستان وايي، پر یو مهال په ډېرو سیمو کې عملیات نشي کولای.

د امریکا و پاکستان تر منځ اړیکي، د کړکېچ ښکار دي او د ۲۰۱۱ز کال د نومبر پر ۲۶مې چې ناټو د قبایلي سیمې مومندو په سلالې کې پر امنیتي پوستې برید وکړ او د پاکستان ۲۴ سر تېري یې ووژل، نو اسلام اباد، کابل ته د ناټو له پاره سامان وړونکیو لاریو او ټانکرو پر مخ د تورخم او چمن لارې وتړلې.

دا لارې لا تر اوسه تړلې دي.
XS
SM
MD
LG