د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هند و پاکستان دې خپله بې باوري ختمه کړي"


هند، نوی ډیلی: د هند لومړی وزیر منموهن سینګ له پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري سره روغبړ کوي.
هند، نوی ډیلی: د هند لومړی وزیر منموهن سینګ له پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري سره روغبړ کوي.
سرچینه:- انټرنشنل کرایسیس ګروپ

ژباړه:- بوریوال کاکړ

د نړۍ بحرانونو ته کتونکې ادارې ً انټرنشنل کرایسیس ګروپ ً د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو په اړه یو رپوټ خپور کړی دی. په دې رپوټ کې راغلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو اوسنۍ لړۍ د دوه اړخیزه امن او په سیمه کې د کرارۍ لپاره ډېره ښه موقع ورکوي . خو د رپوټ په لیکنه پاکستان او هند ته په کار ده چې پر دې سربېره په خپلو امنیتي اشرافیه کې یو پر بل له بې باورۍ تېر شي.

انټرنشنل کرایسیس ګروپ په دې رپوټ کې لیکي چې څنګه ژورې اقتصادي اړیکي کولای شي چې د دوو ایټمي وسله لرونکو هیوادونو یانې هند او پاکستان تر منځ موجود چاود له منځه یوسي.

رپوټ لیکي چې په تېرو شپږو لسیزو کې د کشمیر مسله د هند او پاکستان تر منځ پر دوه اړخیږو اړیکي اغېزمنه پاتې شوې ده. دا پر دې سربېره ده چې په دواړو غاړو کې سیاسي ډلې په اړیکو کې د عادي حالت پلوي دي.

د رپوټ په لیکنه ، خو بیا هم د خبرو اترو بهیر د لاس ته راوړنو د هیلو سبب شوی دی . او پراخې اقتصادي اړیکي به یو داسې د پام وړ فضا رامنځ ته کړي چې د کشمېر په شان زړې مسلې هواري کړي.

رپورټ د انټرنشنل کرایسیس ګروپ د جنوبي اشیا د پروژې د ډایریکټرې سمینه احمد له خولې لیکي چې د پاکستان او هند تر منځ ژورې اقتصادي اړیکي په کار اچول شوې دي خو د هغې په وینا د دواړو اقتصادونو ترمنځ د اغېزمن یوالي لپاره د داسې ګامونو اړتیا ده چې د دې ملکونو په منځ کې د لا زیات تګ راتګ زمینه برابره کړي.

د انټرنشنل کرایسیس ګروپ دا رپوټ لیکي چې د هند او پاکستان تر منځ د امن او کرارۍ په وړاندې لا ډېر چېلنجونه شتون لري.

د رپوټ له مخې په لړ کې یو د پاکستان کمزوری سیاسي بدلون دی ، بل د خبرو اترو د بریالیتوب لپاره مهم د پاکستان پوځ دی چې په کلکه توګه له هند سره دښمني لري او د هغو سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي چې د هند پر ضد دي. او بله دا چې که چیري په پاکستان کې مېشتو جهادي ډلو د ممبۍ د بریدونو په شان پېښې بیا وکړې نو دا به نه یوازې د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو لړۍ کمزورې کړي بلکه کېدای شي چې د دواړو ملکونو ترمنځ د نوې جګړې سبب شي.

رپوټ لیکي چې د هند او پاکستان ترمنځ ازاد تجارت ، ټینګې کاروباري اړیکي او دوه اړخیزه اقتصادي پانګې اچونې به د پاکستان په حکومت کې پراخ نظري قوتونه ، سیاسي ګوندونه ، کاروباري او مدني ټولنې قوي کړي.

خو د هند له خوا د مخالیفانو په زور ځپل او تر خپل واک لاندې کشمیر کې زیات پوځي شتون کشمیریان ځوروي ، د امن لپاره د پاکستان انتخابي حوزې کمزورې کوي او جهادي ډلې او په پوځ او ولسي بېوروکرېسي کې موجود سخت دریځي قوي کوي.

د رپوټ په لیکنه یوه بله مسله پر دریايې سیند باندې د زیاتو بندونو جوړول دي چې د پاکستان پوځ او جهادي ډلې د اوبو مسله د کشمیر له مسلې سره یو ځای د مهمې مسلې په توګه په ګوته کوي ، او دا هغه څه دي چې که اړیکي عادي حالت ته راګرزول وي نو به یې خامخا هواروي.

رپوټ لیکي چې د جهادي ډلو په اړه د هند اندېښنې پر ځای دي خو په کار نه ده چې دا له پاکستان د د خبرو اترو په مخ کې خنډ شي . په پاکستان کې د کمزوري جمهوریت له کبله هند ته په کار ده چې له زیاتې نرمۍ او صبر څخه کار واخلي.

او که چیري داسې فکر وساتل شو نو دا به د پاکستان سیاسي مشرتوب د دې جوګه کړي چې د امنیتي او کشمیر په شان مسلو په اړه ګامونه پورته کړي.

د انټرنشنل کرایسیس ګروپ د اشیايي پروګرام د مشر روبرټ ټمپلر په وینا د دې لپاره د دې اړتیا ده چې په پاکستان کې سیاسي مشران بهرنۍ تګلاره او امنیتي تګلاره له پوځ څخه واخلي.
XS
SM
MD
LG