د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون متبادل څه کېدای شي


عبدالحی کاکړ - مشال راډيو

پراګ:- پاکستان ويلې د امريکايې ډرون بريدونو د متبادل په توګه پر نورو وړانديزونو غور کولو ته تيار دی.


دا خبره د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند معظم علی خان د پنج شنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وکړه.

د يوې پوشتني په ځواب کې نوموړې وويل (( موږ غواړو د ډرون پرته پر بل هر يوه متبادل سوچ وکړو. موږ نوي خيالانو او وړانديزونو منو.)

پوښتنه داده چې د ډرون بريدونو پرته د مشکوکو ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره بل کوم متبادل کيدلای شي. د پاکستان ځينی کارپوهان د يو شمير متبادل ذکر کوي چې پکې د يوه يادونه د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر سعد محمد خان کوي.

دی وايې چې که امريکا پاکستان ته لږ وخت ورکړې نو کيدای شي د مشکوکو ترهګرو پر ضد کاروايې وکړې.


دده په خبره بل متبادل دا کيدلې شي چې امريکا پاکستان ته د ډرون ټيکنالوژي ورکړې خو دده په وينا امريکا کيدلای شي داسي ونکړي ځکه چې په په دې هيواد باور نلري.


خو د دفاعی چارو کارپوه ليفټننټ جنرل طلعت مسعود که څه هم د پاکستان او امريکا د ګډي کاروايې د وړانديز پلوي کوي خو باور نه کوي چې امريکا به ګواکې پاکستان ته ډرون الوتکې ورکړي.

دده په خبره ( ډرون پاکستان ته ورکول يو متبادل دی خو زما په خيال هغه به يې ورنکړي. ځکه ددې لپاره يو پوره نظام پکار دی. دا يوازي يوه وسله نه ده بلکه يو ډير پيچيده نظام دی.دا ډيره پرمختللې ټيکنالوجې ده او زه شکمن يم چې ګواکې دوی به يې ورکړې. زما په خيال ددې پر ځای بله وسله دومره کره ويښتونکې نه ده.)


پروفيسر حسن عسکر بيا د ډرون د متبادل په توګه څلو وړانديزونه ورکوي.

( څلور متبادله دي، يو دا چې شته حالت پر ځای پاته شي، دویم دا چې بلکل ختم کړل شي، دريم دا چې د ډرون کاروايې پاکستان او امريکا د ګډي فيصلې له مخي وکړي، څلورم متبادل دا دی، چې دا معلومات پاکستان ته ورکړل شي او هغه بيا خپل قوت استعمال کړي يا بيا مځکنۍ کاروايې وکړي. دا څلور متبادله دي، په دې کې به يو دوی خپلوي)


پاکستان په ښکاره ډرون بريدونه نه يوازي د خپلي خودمختاری پر ضد بولي بله وايې دا د ګټي پر ځای تاوان لري خو امريکا وايې دا د مشکوکو ترهګرو په تيره بيا په سيمه کې د القاعده د فعالو غړو پر ضد يو موثره وسله ده.


څو ورځي وړاندي د امريکا د ترهګری ضد د مبارزې مشر جان برينن ډرون بريدونه قانوني و بلل او دا يې هم وويل چې د اپاکستان په خوښه ترسره کیږي.
XS
SM
MD
LG