د لاسرسي ځای

اسامه لیکلي وو پاکستانیان یې باوري وروڼه دي


د القاعده مشر اسامه بن لادن چې پروسږ کال د پاکستان په ایبټ آباد کې د مې په دویمه نېټه د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو

د القاعده مشر اسامه بن لادن چې پروسږ کال د پاکستان په ایبټ آباد کې د مې په دویمه نېټه د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو

له امریکا په خپرو شویو دوسیو کې ویل شوي، اسامه بن لادن په خپلو لیکنو کې پاکستانیان د باوري وروڼو په نوم یاد کړي دي.

دا دوسیې په امریکا کې د ترهګرۍ ضد جګړې پوځي مرکز د اسامه بن لادن له کوره تر لاسه کړې وې. نوموړی تېر کال د مې پر دویمه د پاکستان په اېبټ اباد کې د امریکايي پوځیانو په چاپې کې ووژل شو.

دا دوسیې چې د پنجشنبې پر ورځ خپرې شوې دي، په کې اسامه بن لادن د القاعده د خرابه فعالیت، او د مسلمانانو د مخ په کمېدونکي باور په اړه چې ده یې د تر لاسه کولو تمه لرله، ګیله کړې ده. دوسیې ښيي اسامه پر امریکایانو پر حملو کولو توجه کوله، او داسې چلونه یې جوړول چې امریکايي مشران ووژني.

اسامه پلان لاره چې د ((تېروتنو د سمولو د نوې مرحلې پیل)) په اړه بیان خپور کړي. هغه دا تمه هم لرله چې هغه الوتکه په نښه کړي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په کې سپور وي. دوسیې وايي، اسامه پاکستانیان د باوري ورونو په توګه یاد کړي، خو د داسې پاکستاني چارواکي پېژندګلوي یې نه ده کړې چې په اېبټ اباد کې د ده له پټېدو خبر وي او یا یې هم ورسره په دې کار یې لاس درلود.
XS
SM
MD
LG