د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لياري وسله وال دې وسله وغورځوي. رحمان ملک


د پاکستان د کورونو چارو وزیر رحمان ملک
د پاکستان د کورونو چارو وزیر رحمان ملک
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د کراچۍ په لیارۍ کې مېشتو وسله والو ته خبر داری ورکړی دی چې په دوو ورځو کې دننه دې خپله وسله وغورځوي.

هلته په لیارۍ کې د پولیسو او وسله والو تر منځ پر یو بل حملې هم دوام لري. رحمان ملک وايي، د جمعې له ورځې به په لیاري کې په روانو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو هیلي کاپټرې هم کارول کېږي.

دی وايي، د ولس له تمې سره سم به پولیس او د رېنجر امنیتي ځواک سر تېري په ګده کار روايي وکړي.

د کورنیو چارو وزیر زیاتوي، دا کار روايي کېدای شي په ورځو یا ګېنټو کې پیل شي.

په لیارۍ کې له اتو ورځو راهیسې عملیات روان دي، پولیس وايي، په سیمه کې هدفي وژونکي او باج اخیستونکي وسله وال موجود دي چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.
د کراچۍ په سېمه لیارۍ کې د پولیس او د وسله والو پر یو بل حملې دوام لري ـ د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک سېمه کې موجود وسله والو ته خبردارې ورکړی دی چې ۴۸ ګینټو کې وسلې په زمکه کیږدي ـ نوموړي ویلي د نن څخه به لیارۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا د روانو عملیاتو په ترڅ کې هلي کاپټرې څخه هم کار اخیستلی شي ـ

((او انشا الله د ولس د خواهش سره سم چې پوليس او رينجرز په ګډه کاروايي وکړي، نو راروان څو ورځ او يا کيدي شي په څو ګينټو کې به کاروايي پيل شي.))

کراچۍ ښار لیارۍ په سېمه کې د تېرو اته ورځو راهسې عملیات روان دي ـ پولیس وایي سېمه کې هدفي وژونکي او قلنګ اخستونکي وسله وال شتون لري کوم چې په سېمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په وړاندې مزاحمت کوي ـ
XS
SM
MD
LG