د لاسرسي ځای

پکتیا: پر وسله وال په جومات کې خپل چونکي توکي چاودېدلي


د افغانستان د پکتيا ولايت چارواکې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په زرمت ولسوالۍ کې اتو تنو وسله والو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې په يو جومات کې يې چاودېدونکي توکي جوړول.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي، چې دا پېښه د پنجشنبې يا زيارت په ورځ له غرمې ورسته د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ په کوتي خيلو سيمه کې شوې.

نوموړى زياتوي، چې په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي. تر دمه د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه ندي ويلي.
XS
SM
MD
LG