د لاسرسي ځای

چین دې بشري حقونو ته پام وکړي. هیلري کلنټن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن


احمد شاه اعظمي – مشال راډیو

پراګ:- د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلنټن پر چين غږ کړی چې بشري حقونو ته پام وکړي. نوموړې په بېجينګ کې دا خبره په داسي حال کې کړې چې د چين د بشري حقونو يو نابينا مبارز شين ګوانګ شينګ له امريکا د پناه غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې په چين کې نوموړې او د هغه کورنۍ ته خطره ده. که څه هم مېرمن کلنټن چين ته د سټراټيجيکو او اقتصادي اړيکو د پياوړي کولو لپاره تللې خو تر تګ وړاندي يې لا پر دې خبره ټينګار کړی و چې له چيني چارواکو سره به د بشري حقونو پر يو لړ چارو هم خبرې اترې کوي.

مېرمن کلنټن په بېجينګ کې د وينا پر مهال وويل چې بايد ټول حکومتونه د خپل ولس احترام وکړي او حقونه يې پر ځای کړي.

((د خبرو اترو په برخه کې امريکا د بشري حقونو او بنيادي آزادۍ ارزښت په ډاګه کوي ځکه چې موږ باور لرو چې ټول حکومتونه بايد د ولس هيلو ته د احترام او د قانون د حاکميت لپاره ځواب ووايي او هيڅ هيواد نه خو له دې حقونو څخه انکار کولای شي او نه يې هم بايد وکړي))

مېرمن کلنټن د امريکا د ولسمشر باراک اوباما هغه څرګندونو ته هم په اشاره سره وويل چې نوموړې په روانه اونۍ کې د بشري حقونو په اړه کړي وې.

((لکه څنګه چې ولسمشر اوباما په دغه اونۍ کې وويل چې چين که د خپلو ټولو وګړو د حقونو ساتنه وکړي نو يو مضبوط او لا زيات خوشاله هيواد به وګرځي او په باوري توګه به زموږ د شريکو اهدافو په لړ کې يو تکړه ملګری وي))

په چين کې د شين ګوانګ شينګ په ګډون د بشري حقونو يو شمېر مبارزه کونکې په دې نظر دي چې حکومت يې حقونه تر پښو لاندي کړي دي او د بيان د آزادۍ حق نه ورکوي.
بلخوا د چين ولسمشر هوجن تاو وايي چې امريکا او چين بايد خپل منځي شخړې له مينځه یوسي او همکارۍ ته وده ورکړي.

((دواړي خواوي بايد د يو بل احترام زده کړي، يو د بل په حالاتو ځان پوه کړي او د شريکو دوه اړخيزه ګټو دايره پراخه کړي او د يو بل سره اختلافات په مناسبه توګه لري کړي. بايد د يو بل اندېښنو ته پام وشي، په ځانګړې توګه اوسنۍ شخړې بايد د خبرو اترو له لارې هواري شي او خپل منځي پوهه پياوړې شي چې دا ډول د امريکا او چين پراخې اړيکې اغېزمني نه شي))

که څه هم هوجن تاو ويلي چې په روان اقتصادي دور کې د لويو هيوادونو تر منځ همکاري په کار ده خو امريکا په بيا بيا دا ټينګار کوي چې بايد بشري حقونو ته پام وکړي او د خپل ولس غوښتنې ومني. دا چې چين ته د مېرمن کلنټن اوسنی سفر په دغه هيواد کې دبشري حقونو په لړ کې څه برياليتوبونه لاس ته راوړلای شي؟ دا پوښتنه مي په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر اعجاز خان خټک مخې ته کښېښوده، نوموړی وايي.

((زما خيال دی چې دا اوس يو عادت ګرځېدلی دی. د امريکا حکومت چې کله هم له چين سره مذاکرات کوي نو د انساني حقونو خبره ضروري ګڼي چې دا ډول امريکا کې دننه هم خلګو ته پيغام ورسوي او نورو خلګو ته هم چې موږ د انساني حقونو په اړه اندېښنه لرو. خو د دواړو ملکونو تعلقات چي دي نو په هغوی کې چې زيات اهميت لري هغه د دوی اقتصادي تړون دی چې له يو بل سره ژور شوی دی او د دې علاوه سټراټيجيک تعلق دی چې هغه دا ټولي علاقې ته اهميت لري. په هغه کې جنوبي ايشيا او منځنی ختيځ هم راځي او امريکا او چين تر منځ چې داسي نری نری اختلاف راځي نو د هغه خبرو زيات اهميت دی))

امريکا او چين که څه هم د سټراټيجيکو او اقتصادي همکاريو د زياتولو په موخه کار پېل کړی دی خو د مېرمن کلنټن لخوا د بشري حقونو په لړ کې پر چين ټينګار د خلګو پام په دې هم اړولی دی چې د چين د بشري حقونو نابينا مبارز شين ګوانګ شينګ په چين کې د امريکا په سفارت کې تر شپږ ورځو پناه اخستلو وروسته روغتون ته يووړل شو او اوس نوموړي له امريکا غوښتنه کړې چې ده ته اجازه ورکړي چې په امريکا کې پناه واخلي.
XS
SM
MD
LG