د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ۱۶ فیصده ماشومان تر وخت مخکې زیږي


راپور فرخنده وزیر

مشال راډيو

پراګ:- زغرده زوکړه د ملګروملتو هغه رپوټ دی چې وایي پاکستان په هغه لسو هیوادونو کې په څلورم او افغانستان په نهم نمبر دی ، چرته چې ماشوم له وخت مخکې پیدا کیږي. د راپور له مخې ددې مهمې وجې د مور د صحت خیال نه ساتل ، او د هسپتالونو پر ځای په کورونو کې د ماشومانو پیدا کیدل ښیي.


زغرده زوکړه یاني له وخته مخکې د ماشوم پیدا کیدل هغه رپوټ دی چې د ملګرو ملتونو د صحت د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او او د ماشومانو د یوې نړیوالې ادارې سېو دې چلډرن په مرسته جوړ کړل شوی دی چې پاکستان یي په نړۍ کې هغه څلورم او په ایشیا کې لومړنۍ هیواد ګرځولی، چرته چې ماشومان له خپلې نېټې مخکې پیدا کیږي ، چې زیاتره یاخو هم په لومړنۍ میاشت کې مړه شي، او یا د لږې مودې پورې ژوندې وي.

دغه رپوټ ښایي، چې په ټول جهان کې هر کال یو نیم کروړ ماشومان پیدا کیږي، او په هرو لسو ماشومانو کې له یوه زیات داسې وي چې له وخت مخکې پیدا شي، او مړه شي. په دغه لیسټ کې پاکستان په څلورم او افغانستان په نهم نمبر دی.

په کوټه کې ډاکټر شیر زمان مندوخیل وایي د مور صحت ډیر ضروري دی، چې باید خیال یي وساتل شي.(( زموږ خویندې ډاکټر ته خپله ناروغي نشي ویلای، اکثره د هغه ښځو ماشومان له وخته مخکې پیدا کیږي چې د وینې لوړ فشار لري، وزن یې ډېر زیات او یا هم ډیر کم وي، د شوګر بیماري لري، او یا هم ورته نورې بیمارۍ وي، او یا هم خپل پوره علاج نه کوي، او پوره خوراک نه کوي))

د زغرده زوکړې رپوټ کې د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري بان کي مون لیکلي دي ، ټول نوي پیدا شوي ماشومان زر ناروغه کیدای شي، خو له وخت مخکې پیدا شوي بیا ډیر نازک وي، او دوی به په نړۍ کې د ښځو او ماشومانو د صحت لپاره کار کوي. د دې رپوټ یو جوړونکی ډاکټر لان وایي، په تیرو شلو کلونو کې د ماشومانو له وخت مخکې پیدا کیدل زیات شوي دي، او وړاندې وایي، په ټوله نړۍ کې پنځوس ملینه ماشومان اوس هم د هسپتالونو پر ځای په کورونو کې پیدا کیږي، چې په دغو کې هند ، پاکستان او افغانستان هم شامل دي.

په پیښور کې د ماشومانو یو ډاکټر طارق برکي مشال ريډیو سره په خبرو کې وایي، اوس هم د پاکستان په ډیرو برخو کې چې پکې قبایلي سیمې او د خیبر پښتونخوا غرییزې علاقې شاملې دي، ښځې نشي کولاﺉ، چې ډاکټرانو له ولاړې شي، او یا یی هم ماشوم په هسپتال کې پیدا شي. ډاکټر طارق وایي ((ایل ایچ ویز، دایانې او د صحت کارکونکي چې په هسپتالونو او یا هم په کلیو کې په کلینکونو کې کار کوي، دومره روزنه نه لري، او د الټراساونډ او نورو آلاتو په استعمال نه پوهیږي، او اکثره د بچو ناروغه ښځې هم دوی له د علاج لپاره ځي، چې نورې مسلې هم ورسره پیدا کیداﺉ شي))

دغه رپوټ دا هم وایي یوازې په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې اوونیم لکه ماشومان له وخت مخکې پیدا شوي دي ، چې دغه یوه لویه شمیره ده.

اخوا ډاکټر شیرزمان مندوخیل بیا وایي، که چیرې د نهو میاشتو وړاندې یو ماشوم پیدا شي، نو هغه دومره توان نه لري، چې د مور شوده وڅکي او نه د یو عام ماشوم په رنګ د ماحول او په دې کې د جراثیمو مقابله کولاﺉ شي(( د نهو میاشتو نه کم چې کوم ماشوم هم پیدا شي، باید پوره علاج یی وشي، او دغه به په انکیوبېټر کې ساتل کېږی، ځکه چې دغه ماشوم د مور پۍ نشي رودلی، او نه د جراثیمو مقابله کولاﺉ شي))

‌ د زغرده زوکړې رپوټ دا هم وایي په هند، پاکستان ، افغانستان ، ناییجیریا او هغه نورو شپږو هیوادونو کې له وخته مخکې د ماشومانو پیدا کیدلو یوه غټه وجه غربت هم دی، چې میندې پوره خوراک نشي کولاﺉ او تاوان یي نه یوازې د هغې خپل صحت بلکې د هغې په نس کې ماشوم ته هم رسیږي.
XS
SM
MD
LG