د لاسرسي ځای



د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي پنجاب په نامه د یوې نوې صوبې د جوړولو پرېکړه لیک یا قرارداد په لوی اکثریت سره ومنل شو.

بلخوا د قامى اسمبلۍ په دې غونډه کې په وزيراعظم يوسف رضا ګيلانى د باور قرارداد هم منظور کړل شو.

د قامي اسمبلۍ غونډه چې د سپيکرې ډاکټر فهميده مرزا په مشرى وشو د قانون وفاقى وزير فاروق ايچ نايک دواړه قراردادونه ايوان ته د منظورى لپاره وړاندې کړل چې په لوی اکثریت سره یې منظوري ورکړل شوه.

د وزیر قانون فاروق نایک لخوا د جنوبي پنجاب لپاره د جلا صوبې جوړولو په وړاندې شوي قرارداد کې ویل شوي چې د جنوبي پنجاب ولس ته د سیاسي، انتظامي او اقتصادي حقوقونو ورکولو لپاره دې په جنوبي پنجاب مشتمله نوې صوبہ جوړه کړل شي۔


په قامي اسمبلۍ کې د مخالف مسلم لیګ نواز پارلماني مشر چودري نثار له غونډې وروسته خبریالانو سره په خپلو څرګندونو کې د واکمن پیپلز ګوند لخوا د قراداد وړاندې کول یو سیاسي چال وباله چې د هغه په خبره له رښتونو ستونزو مخ واړوي. هغه زیاته کړه چې دوه درې ځلې چې په آیین کې ترمیمونه کېدل نو ولې یې د جنوبي پنجاب قراردار نه راوړ.

هغه اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ به ملسم لیګ نواز د جنوبي پنجاب، بهاولپور، هزاره، او فاټا لپاره د نویو صوبو جوړولو رسمي پرېکړه لیک وړاندې کوي.

که څه هم په پاکستان کې د نویو صوبو جوړولو لپاره د ملک له لروبر ږغونه راولاړېږي چې په هغو کې د بلوچستان په شمالي برخو کې مېشت پښتانه بیا د جنوبي پښتونخوا غوښتنه لري چې په خیبر پښتونخوا کې واکمن عوامي نېشنل پارټۍ یې د جوړېدو ملاتړ کوي. خو که اوس د مسلم لیګ نواز لخوا د هزاره صوبې په نامه د خیبر پښتونخوا د ویشلو او د فاټا لپاره د یوې نوې صوبې قراداد راوړاندې کېږي نو د څېړونکو په خبره دا به د پښتنو د جغرافیايي سیاست لپاره چې د انګریزي ښکېلاک په وخت له انتظامي پلوه تقسیم شوی وو اوس له یوه بل بحران سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG