د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان اوس یواځې نه دی. کراکر


په کابل کې د امریکا سفیر د امریکا او افغانستان تر مینځ د سټراټيژيکي همکارۍ تړون لاس لیک کېدل د سیمې هیوادونو ته یو پیغام بللی چې افغانستان اوس یواځې نه دی بلکې د یو پیاوړي هیواد ملګرتیا ورسره ده.

راین کراکر دا خبرې د کابل او واشنګټن تر مینځ یاده لوظ نامه د لاس لیک کېدلو یوه ورځ وروسته د شورو په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په کابل کې د دې سند لاسلیک کول د افغانستان په اړه د امریکا د ژمنتیا یو څرګند مثال دی. نوموړي زیاته کړه ، په دې لوظنامه کې د امنیت ، د جمهوریت د ودې، او د اقتصادي پرمختګ په ګډون په نورو برخو کې د افغانستان سره د همکارۍ ژمنې موجودې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG