د لاسرسي ځای

په دي ډېلي بیسټ کې راغلي، د امریکايي ولسمشر باراک اوباما په نیمه شپه کابل ته سفر د طالبانو له پاره داسې وه لکه تر ټولو بدې خپسۍ چې نیولي وي.

په دې مقاله کې لیکل شوي، د افغانستان و امریکا تر منځ د اوږد مهاله ستراتیژیکې همکارۍ سند له لاسلیکېدو سره به نه یواځې لږ امریکايي سر تېري په افغانستان کې پاتې شي، بلکې د منځلارو طالبانو په وینا، د دوی هغه خوبونه چې کرزی به له واکه لرې کړي، او د ملا عمر وژونکی اسلامي رژیم به بیا پر کابل واکمن شي، هم لا نور ګران شوي.

ډېلي بیسټ ته یوه لوړ پوړي طالب استخباراتي افسر ویلي: ((د امریکا و غرب له خوا له افغانستان سره داسې ژمنتیا ښيي چې جګړه به لا نوره پسې اوږدېږي)) او د دوی له پاره به لا نوره ګرانېږي.

دې طالب د امنیتي وجوهاتو له کبله د خپل نوم له ښودو ډډه کړې او ویلي یې دي هسې هم ((هر کس له جګړې ستړی دی.))

د ده په خبره، اندېښمن دی د امریکا و افغانستان تر منځ د همکارۍ دا تړون به د ((افغان ملي اردو او د کابل د حکومت مورال لا نور لوړ کړي.))

په مقاله کې راغلي، او همداسې ده هم. پر دې سر بېره چې په دې تړون کې په مشخصو موضوعاتو لږ لیکل شوي، افغان ولسي وګړو او مامورینو د امریکا د ژمنتیا هر کلی کړی دی. دا خلک دې ته د ولسمشر کرزي بریا وايي.

یو افغان چارواکی، چې کرزي ته نېږدې دی، وايي: ((کرزي له امریکا سره غېږ ونیوه، او و یې ګټله.))

دا چارواکی وايي، هیله من دی چې له دې تړون سره به د افغانستان و امریکا تر منځ د نورو جدي تړونونو له پاره لار خلاصه شي.

د مقالې تر مخې، دې کار بیا ځینې طالبان مجبوره کړي چې دا باور ولري چې پرته له خبرو، بله لار نشته. یو مشر طالب وايي، داسې هڅه کول چې د ۱۹۹۶ز کال په څېر به هسې بریا تر لاسه کړي لکه هغه وخت یې چې کابل نیولی وو، دا مانا لري لکه سپوږمۍ ځمکې ته ښکته کول.

د ده په خبره، اوږد مهاله امریکايي موجودګي به د دوی موکې له منځه یوسي او د دوی ((جهاد ته به تاوان ورسوي.)) دی وايي، د پرمختګ له پاره اړینه ده چې په قطر کې ځنډول شوې خبرې بیا پیل کړل شي.

د ډېلي بیسټ په مقاله کې راغلي، سختدریځه طالبان بیا د همکارۍ د دې سند ارزښت نه مني. په غزني ولایت کې د طالبانو یو قوماندان باري خان وايي: ((دا د قربانۍ جګړه ده، د شنو ډالرو نه ده.))

د ده په خبره، امریکا جګړې ته هم دوام ورکولای شي او د ده په خبره، ((د کرزي رژیم هم ساتلی شي، خو امریکا به یوه ورځ ووځي. او چې پر کومه ورځ ووته،)) نو دوی به ((د کابل امنیتي سر تېري ختم کړي.))

باري خان وايي، موخه یې دا نه ده چې ((پر کابل واکمن شي. بلکې د اسلام له پاره جنګېدل غواړي.))

په مقاله کې راغلي، اوباما په بیا بیا ویلي، هیواد یې په افغانستان کې پخې اډې نه غواړي، خو ځینې افغانان بیا اندېښمن دي چې کېدای شي امریکایان د دوی هیواد د ګاونډي ایران او په پاکستان کې د جهادي پټنځایونو پر ضد بریدونو له پاره استعمال کړي.

مقاله د لوړ پوړي افغان چارواکي له خولې زیاتوي، غواړي امریکایان ورته ووايي چې دلته ((د افغانستان له پاره دي او د پراخو سیمه ییزو ګټو له پاره نه.))
XS
SM
MD
LG