د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په لیاري کې نښتې دوام لري


ظفر کریمي مشال رادیو

کراچۍ: د پاکستان ستر صنعتي او سوداګریز ښار کراچۍ په بلوچ ګڼ میشته سېمه لیارۍ کې د امنیتي ځواکونو او په سېمه کې د موجودو وسله والو پر یو بل حملې لاهم دوام لري ـ په سېمه کې د وسله والو په ضد امنیتي سرتیرو ۷ ورځې مخکې عملیات شورو کړي دي چې تراوسه پکې خواوشا ۲۵ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي ـ

پولیس وایي، د لیارۍ ځینې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي دي او په سېمه کې موجود وسله وال یې په شاتمبولي دي ـ د سیند صوبې اعلی وزیر سید قایم علي شا خبري غونډې ته ویلي دي چې په سېمه کې یوازې قلنګ اخیستونکي نه بلکې د بېلتون پالې ډلې او د تحریک طالبان پاکستان وسله وال هم شتون لري ـ

((له دوي سره بلوچ بیلتون غوښتونکې ډله (بي ایل ای) او طالبان هم مله دي ـ دلته د یوې ډلې کسان نه دي بلکې د بېلابېلو ډلو غړي شتون لري ـ ))

بلې خوا ته د لیارۍ د سېمې مزاحمت کونکو یو رهنما عزیربلوچ چې په سر یې د سیند حکومت شل لکه روپۍ انعام اعلان کړی دی ،د پاکستان یو سیمه ایز ټي وي چېنل سماء ته ویلي دي چې هغه په سیند حکومت باور نه لري ، که د پنجاب حکومت وغواړي هغه به دخپلو ملګرو سره ګرفتاري ورکړي او هم هلته به محکمې ته حاضر شي

((زه او زما ملګري ظفراو حبیب جان موږ ګرفتارۍ ورکولو ته تیار یو خو که زمون\ږ قضیه پنجاب ته لاړه شي او هلته عدالتونو کې موږ حاضریدو ته هم تیار یو ـ دا ټوله سیاسي مسله ده ـ موږ دا پریکړه کړې ده که بلاول بټو زرداري په راتلونکو ټاکنو کې د لیارۍ څخه ټاکنو ته ودیریږي بیا به هم موږ ټاکنو کې برخه اخلو او هغه څوک اسمبلۍ ته لیږو چې د لیارۍ استوګن وي ))

دسیاسي چارو کارپوهان وایي دلیارۍ ستونزه سیاسي هم ده خو په دغه سېمه کې په جرمونو کې ککړ عناصر هم شتون لري ـ د سیاسي چارو کارپوه اختر بلوچ وایي، په سېمه کې په جرمونو کې د ککړ عناصرو په ضد هغه ډول کاروایی ونه کړل چې پکار وه ـ او هغه غوټه چې په ګوتو خلاصیداﺉ شوه ،په غاښ یې د خلاصیدو هڅه وشوه چې له امله یې کړکیچ لاپسې زیات شو.

((که په یوه سېمه کې په جرمونو ککړ یو شمېر عناصر شتون ولري او د هغې د نیولو لپاره په لکونو خلک د څو ورځو راهیسې محاصره شوي خلک کډه کولو ته مجبوره شوي دي ـ دا څرګنده ده چې حکومت ددې لپاره ګټور پلان نه وو جوړ کړی ، ځکه خو دغه عملیات نه یوازې وغځیدل بلکې پولیسو هم د پام وړ پرمختګ ونه کړاﺉ شو))

د اختر بلوچ په خبره په لیاري کې عملیات کول له پخوا راهیسې دایم کیو ایم ګوند غوښتنه وه ، خو پخپله پیپلز ګوند هم په دې ورستیو کې دغلته عملیات کول ضروري ګڼل ـ دا چې په سېمه کې بیلتون غوښتونکو ډلو غړي او طالب وسله والو شتون څنګه ممکن کیداﺉ شي په اړه یې اختر بلوچ وایي،

((دا دومره لوی کړکیچ نه دی لکه څنګه چې ورته هوا ورکول کېږي ـ ما مخکې وویل چې سیاسي کړکیچ یې له سیاسي لارې او په جرمونو ککړ عناصر د منظمو عملیاتو له لارې له منځه وړل کیداﺉ شول ـ اوس چې حکومت اپریشن شورو کړو او دومره وخت یې هم ورڅخه واخیست نو ځکه کله یوه اوکله بله خبره کوي ـ که غور وکړو بلوچ بیلتون غوښتونکي او وسله وال طالبان د یو بل سخت مخالف دي نو بیا دلته څنګه او د څه موخو لپاره یوځاﺉ کیداﺉ شي ))

د یادونۍ وړ ده چې د کراچۍ مرکزي ښار سره جوخته پرته سېمه لیارۍ کې ددې رپورټ تر جوړیدو دامنیتي سرتیرو او سېمه کې د موجودو وسله والو پر یو بل ډزې روانې دي ـ تېرو اوو ورځو کې د تشدد په دې پېښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي ـ وژل شویو کسانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پولیس سرتیري هم په نښه شوي دي ـ
XS
SM
MD
LG