د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سټراټیژیکي لوظنامې پر ګاونډیانو اثر


حسیبه شهید:مشال راډیو

پراګ - د افغانستان او امریکا ترمینځ سټراټیژیکي لوظنامې لاسلیک کیدو سره ایا ګاونډیو هیوادونو ته ګواښ پیښ شوی که څنګه؟ افغان ولسمشر حامد کرزی وایی ، دا توافقنامه هیڅ یو بل هیواد ته ګواښ نه دې ، د امریکا ولسمسشر بارک اوباما بیا وایی، سیمه ییز باید پوهه شي چې امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله ملاتړ لري، د امریکاددفاع وزارت یا پنتاګون وایی، د افغانستان د پرمختګ خنډ په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي.
ځینې پاکستاني او د ایران د سیاسي حالاتو څارونکي ، د امریکا او افغانستان ترمینځ د سټراټیژیکي لوظنامې د لاسلیکیدو په اړه د سیمې د هیوادونو ویره پرځاې ګڼې.

امریکا او افغانستان نورو لسو کلونو په مخه دهمکاریو یو ستراتیژیک قرارداد لاسلیک کړ.
په پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوه بریګډیر سعد وایی،د افغانستان او امریکا ترمنځ ددغه سند لاسلیکیدل یوازې د پاکستان نه بلکې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخولی شي.دی وایي ، امریکا په تیرو لسو کلنو کې څه ترلاسه کړي چې لسو نورو کلنوکې به یی ترلاسه کړي .

ولسمشر بارک اوباما د افغان ولسمشر حامد کرزي سره
ولسمشر بارک اوباما د افغان ولسمشر حامد کرزي سره


افغان سیاسي څیړونکې یونس فکور وایی، دا سند د سیمې هیوادونو لپاره ګواښ نه بلکې یو سیګنل یا اشاره ده چې امریکا او ملګري هیوادونه یی افغانستان د ګاونډیو هیوادونو شخصي ګټو ، او سیاسي سیالې لپاره د جګړې ډګر ته یوازې نه پریږدي.

خود ایران دسیاسي او روانو حالاتو څارونکی ، علي رضا طاهري بیا وایي، ایران له واشنګتن سره د تهران پخوانې دښمني او له ګانډي هیواد افغانستان سره دهمکاريو دا قرارداد ځانته په هرحال ګوآښ ګڼي.او زیاتوي ، (پرته له څه شکه به ایران د ګواښ احساس وکړي، ځکه چې تهران او واشنګتن له اوږدې مودې راهیسې دښمني سره لري، نو په داسې وخت کې چې دا دښمني په خپل حال ده، نو ایران ځان ته دا حق ورکوي چې هر هغه تړون ته چې امریکا یې له نورو سره کوي د شک په سترګه وګوري. دا طبعي خبره ده چې ایران به د کابل او واشنګتن تر منځ تړون ته خوښ نه وي. په ځانګړې توګه که نقشې ته ځیر شو ایران تقریبا د امریکا په اډو کې راګیر شوی دې)

پاکستان او ایران ته د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکې ملګرتیا د ګواښ په اړه که څه هم په رسمي توګه اسلام اباد او تهران لخوا څه نه دي ویل شوي خو افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په کابل کې ددغه سند د لاسلیکولو پرمهال په ډاډ ورکړ چې دغه سند به هیڅکله هم د کوم هیواد لپاره ګواښ نه وي.

ولسمشر اوباما په باګرام کې امریکایي پوځ ته وینا کوي
ولسمشر اوباما په باګرام کې امریکایي پوځ ته وینا کوي


اوباما وایي ((د امریکا او افغانستان ترمینځ د ستراتیژیکې همکارۍ د لوظنامې لاس لیکول، نه یوازې دا چې د ګاونډیو په ګډون کوم دریم هیواد ته ګواښ نه متوجه کوي، بلکه هیله من یم چې په سیمه کې به د استحکام ، ترقۍ، او هوسایۍ سبب شي))

د امریکا ولسمشر بارک اوباما بیا په دې اړه چې ایا دغه ستراتیژیک سند سیمه ییزو ته ګواښ دې او که څنګه څه ونه ویل ، خو ده یوازې سیمه ییزو ته له افغانستان سره د امریکاد اوږد مهاله ملاتړ پیغام وړاندې کړ.
(نن موږ موافقه وکړه چې د اوږدې مودې په مخه همکاران وواسو څو له ترورزم سره مبارزه وکړو،افغان امنیتي ځواکونه وروزو، دیموکراټیکې موسسې غښتلې کړو، د پرمختګ ملاتړ وکړو او د ټولو افغانانو د بشري حقونو په ساتنه کې مرسته وکړو. له دې موافقې سره باید افغانان او نړیوال پوه شي چې افغانستان د امریکا ملګري او همکار دي)

پاکستان چې د افغانستان پر حالاتو ژور اثر لري

د افغانستان یومهم ګاونډي پاکستان چې زیاتره وخت پرې په افغانستان کې ناامنیو ته د لمن وهلو تور لګول کیږي دا ستراتیژیکه لوظنامه د افغانستان حق ګڼي ، ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت وایی ، پاکستان د هرهغه سوله ییز خوځښت نه ملاتړ کوي چې د افغانستان لخوا پرمخ ولاړ شي.

دافغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو دغه ستراتیژیک سند په پاکستان کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو د لمړي تلین له پوره کیدو سره په داسی حال کې لاسلیک شو چې ، د امريکا دفاع وزارت د افغانستان د جګړې په اړه په خپل تازه رپوټ کې وویل، د پاکستان په خاوره کې دېره اورپکي د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې یو سترګواښ جوړوي.
XS
SM
MD
LG