د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدمت پیروکارو د سوات او تخت بایي د لرغونو اثارو زیارت کړی


د کوریا نه خیبر پښتونخوا ته راغلي د بدمت مذهب پیرویانو په صوبه کې د خپل مذهب د یوشمیر تاریخي ځایونو زیارت کړی. چې پکې یې د پیښور د عجایب ګهر نه علاوه د سوات، صوابۍ او تخت بايي د لرغونو آثارو دوره وکړه. او په تخت بايي کې یې د ۲۴۰۰ سوه کاله زړې خانقاه د دورې پرمهال د بد مت مذهب مشرانو ته دعقیدت پیرزونې وړاندې کړي.

په دې اړه دسیلګرۍ او آثار قدیمه صوبايي وزیر سید عاقل شاه وايي یوازې په کوریا، جاپان او چین کې دبدمت څه باندې ۳۵ کروړه پیروکار دي چې زیاتره مذهبي ځایونه یې په خیبر پښتونخوا کې دي، که دې ته سمه پاملرنه وشي نوسیمه د سېلګرۍ په مد کې ډېر اقتصادي پرمختګ کولې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG