د لاسرسي ځای

په شام کې تشدد دوام لري


ملګري ملتونه وايي د شام د صدر بشرال اسد د ځواکونو او مخالفوګوندونو ترمنځ د کمزورې ډزبندۍ نه پس داپریل په دویشتمه نیټه په مبینه توګه د ۳۴و زیات ماشومان وژل شوي دي.

د وسله والو شخړو او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي راډیکا کوما راسوامي پرون وېلي چې دا وژنې په دغه هېواد کې د ډزبندۍ د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو د څارونکو د موجودګۍ باوجود شوي، نوموړي په دواړو خواو زور راوړی چې په جګړه کې دې بې له توپیره د کاروایانو نه لاس واخلي چې پکې ماشومان وژل کیږي او ژوبل کیږي.

هلته د شام د حالاتو څارونکي یو ګروپ وېلي پرون د هېواد په مشرقي صوبه ډېر ال زور کې حکومت مخالفه جنګیالو د حکومتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي.

په لندن کې مېشت د شام د بشري حقونو د څارنې ادارې دا هم وېلي چې پرون د هېواد په شمالي صوبه ادلیب کې د مارټرو په ګوله بارۍ کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG