د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه : بمي چاودنې لږترلږه ۲ وژلي او ۱۲ ټپي کړي


په کوټه کې یو پاکستانی عسکر د نېټو د سوځېدونکي ټېنکر ته څېرمه
په کوټه کې یو پاکستانی عسکر د نېټو د سوځېدونکي ټېنکر ته څېرمه
په کوټه کې پر سرياب روډ بمي چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

د سریاب پولیسو تهاڼې مشر راجه قیوم مشال راډيو ته وویل چې د بمي چاودني هدف د پاکستان د ملیشه ځواکونو موټر و، خو هغه په کې ټول بچ پاتې شوي او وژل شوي او ټپيان ټول عام وګړي دي.

د عيني شاهدانو په وینا چاودنه نن غرمه پر سرياب روډ هغه وخت وشوه کله چې د ملېشه ځواکونو موټر پر دغه لاره تېرېده

د چاودنې په ترڅ کي د ملېشه ځواکونو د موټر په ګډون يو شمېر نورو موټرانو او رکشو ته زيان رسېدلی.

ټول وژل شوي او ژوبل شوي کسان د کوټي سول هسپتال ته وړل شوي دي.

د پيښې پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستې خو په تيرو وختونو کې د دا ډول پيښو پړه بلوڅ خپلواکي غوښتونکې سازمانونه په غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG