د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم وايي جرم نه دی چې استعفی ورکړي


د پاکستان وزيرعظم يوسف رضا ګېلاني ويلي دي هغه يو آيني او قانوني وزيراعظم دی او هيڅ ډول جرم يې نه دی کړی نو بيا ولې له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړي.

د ګل په ورځ سېنټ ته په خپله وينا کې د پاکستان وزيراعظم وويل مسلم ليګ (ن) ته پکار ده چې د بې ځايه تورونو لګولو پرځای د جمهوريت د ودې لپاره کار وکړي

هغه وویل چې هيڅوک هم جمهوريت نه غواړي ، دوی غواړي چې جمهوريت له مينځه ولاړ شي او حکومت ختم شي چې دارنګ هرڅه دوی ته پاتې شي او له ځانه اميرالمومنين جوړ کړي چې دارنګ پر پاکستان حکومت وکړي

د هغه په وینا پر ده دا تور دی چې ده د آيين پاسداري کړې او آيين یې خوندي کړی دی

د وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني لخوا دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې د دې ملک سپريم کورټ د عدالت د سپکاوي په جرم کې نوموړي ته سزا اورولې او تر هغه د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف ویلي که وزېراعظم استعفا ورنکړه نو احتجاجي تحريک به شورو کوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG