د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي اتحاديې په پاکستان کې د سېلاب او جګړې له ځپلو سره مرسته اعلان کړې


اروپايي اتحاديې په پاکستان کې د سېلاب ځپلو او د جګړو له کبله له بې کوره شوو خلکو سره د مرستو په لړ کې د نور شل ميلیونه يورو مرستې اعلان کړی دی.

همداراز له دې سره په دې کال کې د يورپي يونين لخوا له پاکستان سره مالي مرستې درې اويا ميليونه ډالره ته رسېدلي ده.

په دې موقع د يورپي يونين د بشري مرستو کمشنرې کرسټالينا جيورجيوه ويلي دي نړۍ لره دا هېرول نه دي پکار چې اوس هم په لکونو خلک په پاکستان او په خاصه توګه د دغه هيواد په سنده صوبه کې ولس خپل پخواني حالت ته د بيا راتلو لپاره هلې ځلې کوي.

په دوه زره لسم کال او په تېر وړي کې د پاکستان دننه راغلو سېلا ونو څه باندې پنځوس لکه خلک اغېزمن کړي و ، د دوي څاروي وژل شوي او فصلونه او کورونه يي هم تباه شوي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG