د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ډرون بريدونه قانوني او اخلاقي اساس لري"


د امریکا د کورني امنیت او د ترهګرۍ پر ضد د ولسمشر باراک اوباما سلاکار جان برېنن
د امریکا د کورني امنیت او د ترهګرۍ پر ضد د ولسمشر باراک اوباما سلاکار جان برېنن
هارون باچا ، مشال راډیو

واشنګټن : د امریکا د کورني امنييت او ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د سپينې ماڼۍ سلاکار جان برينن ويلي دي چې ولسمشر اوباما ورته د القاعده پر ضد په پاکستان کې د روانې پټې جګړې د په ډاګه کولو له پاره ويلي دي.

جان برينن دا خبرې هغه مهال وکړې چې د واشنګټن په يوه څېړنيزه اداره ً وډرو وېلسن سينټر ً کې یې و جوړې شوې غونډې ته د امريکا د حکومت د ترهګرۍ پر ضد تګ لارې د اغېزمنتيا په اړه وينا کوله.

که څه هم نوموړي د بې پیلوټه الوتکو بریدونو موضوع د امريکا او پاکستان د اړیکو د يوې پېچلې نقطې په توګه ياده کړه خو ټينګار يې وکړ چې دغه بریدونه نه يوازې دا چې د امريکايي قانون او د دې هېواد د اخلاقي قدرونو له پلوه سم دي بلکه د امريکايانو د ژوند په خوندي کولو کې هم ګټورې ثابتې شوي دي.

نوموړي په ځانګړې توګه د پاکستان په قبایلي سيمو کې د بې بیلوټه الوتکو د بريدونو د اغېزې په اړه وویل چې د القاعده مشرتابه له خپلو کارګرانو او ملګرو تنظيمونو سره د رابطو په ټينګولو کې په دوامداره توګه له ستونزو سره مخ ده.

د جان برينن په وینا د پاکستان په قبايلي سيمو کې پر دوي د سخت فشار له کبله له دوي سره يوازې يو څو ځايونه پاتې دي تر څو خپل د راتلونکي نسل ترهګر وروزي.

هغه زیاته کړه چې دوي ته د نويو کسانو په جذب کولو کې هم ګرانه پېښه ده ، روحيه یې کمزورې شوې ده . د هغه په وینا دا ځکه چې دوي درک لګولی دی چې دا جنګ کله هم نه شي ګټلای.

د ولسمشر اوباما امنيتي سلاکار د امريکا د بې پیلوټه بريدونو د پروګرام دفاع په داسې حال کې کوي چې د امريکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د پاکستان د ايبټ اباد په ښار کې د القاعده ترهګرې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې اولنی کال د روانې مياشتې په دویمه نېټه پوره کېږي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان د امريکا دغه يو اړخيز اقدام پر خپله مځکنۍ بشپړتيا د يوه بهرني وار په توګه ياد کړ چې له امله يې د دواړو هېوادونو چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کلک نړيوال ملګري بلل کېدل، اړيکې خرابې شوې.

د پاکستان او امریکا اړیکي هغه وخت نورې هم پسې خرابې شوې چې کله د نېټو ځواکونو د تېر کال د نومبر په مياشت کې د مومندو په سیمه کې د پاکستان پر سلله پوسته هوايي برید وکړ او څلرویشت پاکستاني عسکر يې ووژل.

پاکستان د هغه برید په ځواب کې په افغانستان کې د نېټو له مرستې لاس واخېستل او د پارلمان د قومي سلامتيا کمېتۍ ته يې له امريکا سره اړيکو ته له نوي سره د کتنې دنده وسپارله. هغې کمېټۍ له اوږدو بحثونو وروسته د اپرېل پر دولسمه نېټه له پارلمانه يو لړ داسې سپارښتنې منظورې کړې چې پکې له امريکا په قبايلي سيمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بريدونو د ودرولو غوښتنه هم شوې ده.

خو د امريکا په حکومت کې د ترهګرۍ ضد مبارزې مشر جان برينن په واشنګټن کې یادې غونډې ته وويل چې د امريکا اساسي قانون د دې هېواد ولسمشر ته اختيار ورکوي چې خپل ولس د احتمالي بریدونو له ګواښونو وژغوري.

جان برينن هم داسې د ايبټ اباد د عملياتو لپاره هم د اوباما پرېکړه د امريکايي کانګرس له هغو ګامونو سره په سمون کې وبلله چې د ده په وينا دغه ايوان پر امريکا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د يوولسمې له ترهګرو بريدونو وروسته کړي دي.

جان برينن په عين وخت کې ادعا وکړه چې د القاعده د سر يو شمېر خلک يې وژلي او هوډ يې څرګند کړ چې له ملاتړو هېوادونو سره په ګډه به د يادې ترهګرې شبکې په بشپړ ډول د له مينځه وړلو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه وویل ، دا خبره په زياتېدونکې توګه واضح شوې چې د ۹/۱۱ په پرتله نن د القاعده مشرتابه د خپل تېر وخت د يوه سيوري په مثال ده. د هغه په وینا له القاعدې سره د ګوتو په شمېر څو تنه تکړه مشران او کارګران پاتې دي چې ورباندې د دوامداره فشار له کبله دغه ډله د تباهۍ پر لور روانه ده.

جان برينن پر مخ وویل چې د دې جګړې له پيله راهسې موږ نن په لومړي ځل مخ ته کتلای شو او د داسې يو نړۍ تصور کولای شو چيرته چې د القاعده مشرتابه هيڅ د ذکر وړ نه وي.

د سپينې ماڼۍ د ترهګرۍ ضد مبارزې مشر په ډاګه کړه چې د امريکا پوځي اکيډيمۍ به په روانه اونۍ کې د دې لپاره چې امريکايان د نړۍ د تر ټولو غټ ترهګر له خيالاتو او ارادو نه خبر شي، د اسامه بن لادن ځينې ليکونه خپلې ويب پاڼې ته وخېژوي.

د جان برينن په خبره دا هغه اسناد دي چې د امريکا سمندري ځواکونو د بن لادن د ايبټ اباد له کوره له ځانه سره راوړي دي.

د جان برېنن د دې څرګندونو په اړه مشال راډیو د پاکستان د بهرنیو چارو له دفتر او د پوځ له مطبوعاتی څانګې یا ً آی ایس پي آر ً سره تماس ونیوی خو هغوي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د مشال راډیو همکار منورشاه د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه د کتاب له لیکونکي او کارپوه امتیاز ګل سره خبرې کړي دي او د مرکې په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي دي چې د برېنن د دې وروستیو څرګندونو په حقله د پاکستان لخوا ممکنه غبرګون څه کیداي.

له امتیاز ګل سره د مشال راډیو دا مرکه له دې لاندیني لینک څخه اورېدلای شی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG