د لاسرسي ځای

د پاکستان او امریکا اړیکي اوس په کوم حالت کې دي؟


د پاکستان او امریکا بېرغونه

د پاکستان او امریکا بېرغونه

بوریوال کاکړ ، مشال راډیو

پراګ : د پاکستان او امریکا تر منځ له تېر یوه کاله راهسې اړیکي له کړکېچ سره مخامخ دي. د دواړو ملکونو چارواکي هڅه کوي چې دا پر ځای ولاړې اړیکي عادي حالت ته راوګرځي خو د دوی ترمنځ ځیني داسې مسلې شتون لري چې یو یې هم منلو ته چمتو نه ښکاري.

د اسلام اباد او واشنګټن په اړیکو کې د موجود کړکېچ او تاوتریخوالي یو کال پوره کېدونکی دی. د دواړو ملکونو چارواکو د خپل منځي اړیکو د سمولو لپاره څو ځله خبرې اترې کړې دي خو د پام وړ نتیجه یې نه ده ورکړې.

د دې ملکونو ترمنځ د خبرو اترو د دې لړۍ وروستی پړاو د تېرې جمعې په ورځ له هغه وروسته په ناکامه توګه پای ته ورسېد چې پاکستان له امریکا څخه د مومندو په قبایلي سیمه کې د نېټو پر هغه برید د بخښنې غوښتنه وکړه چې څلرویشت پاکستاني عسکر یې ووژلي وو. خو امریکايي چارواکو پر دې له بخښنې غوښتلو انکار کړی دی.

د پاکستان او امریکا د اړیکو اوسنی حالت

په اوسنیو حالاتو کې دا یوه مهم پوښتنه ده چې د پاکستان او امریکا اړیکي له دې ټولو پېښو او خبرو اترو وروسته اوس پر کوم ځای ولاړي دي؟

په اسلام اباد کې د سیاسي او دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان او امریکا په فکرونو کې ډېر فرق دی.

هغه زیاته کړه چې په دې اړیکو کې چې کومه تشه راغلې وه هغه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او پاکستاني او امریکايي چارواکي به نور لیده کاته کوي.
خو د حسن عسکري په وینا ، داسې ښکاري چې تر اوسه د دواړو په فکرونو کې ډېر فرق موجود دی.

نوموړي وویل چې د دې فرق د له منځه وړلو لپاره پاکستانیو او امریکايي چارواکو ته په کار ده چې داسې یوه لاره جوړه کړي چې د نېټو لپاره د سامان وړلو د مسلې ، د بې پیلوټه الوتکې او نور بریدونه په اړه د منلو وړ حل راوباسي .

امریکا پاکستان ته په غصه ده

امریکا د اپرېل پر پنځلسمه نېټه په کابل او د افغانستان په دوو نورو ښارونو کې د وسله والو له خوا د تر سره شوو بریدونو له کبله په غصه ده. او د دې بریدونو تور یې پر حقاني شبکه لګولی وو چې د هغوي په وینا د پاکستان په شمالي وزیرستان کې مېشته ده او له هغه ځایه یې دا بریدونه هم تنظیم کړي وو.

د تېرې یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د مرام شاه په سیمه کې د نجونو د یوه وران کړل شوي سکول پر ودانۍ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې مشکوک وسله وال ووژل شو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي وو چې په یکشنبه چې په مرام شاه کې بې بیلوټه الوتکې کومه ودانۍ په نښه کړې وه هغه د القاعده ، حقاني شبکې او نورو وسله والو د فعالیت او تنظیم سیمه وه.

د دې چارواکو په وینا دې برید کې داسې مشکوک وسله وال وژل شوي وو چې په افغانستان کې یې د داسې بریدونو لپاره تیاري کوله لکه چې د اپرېل پر پنځلسمه نېټه چې تر سره شوي وو.

د رپوټونو له مخې له هم دې کبله امریکايي چارواکي د نومبر پر شپږویشتمه نېټه د مومندو په قبایلي سیمه کې د سلله پر پوسته پر تر سره شوي برید له بخښنې غوښتلو انکار کوي.

د امریکا بخښنه مهمه ده که له هغوي سره اړیکي

د امریکا له خوا و پاکستان ورکول کېدونکو پوځي او ولسي مرستو او د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د دې ملکونو ملګرتیا ته په کتو سره دا پوښتنه راپورته کیږي چې د پاکستان لپاره به د سلله پر پوسته پر برید د امریکا بخښنه مهمه وي او که له امریکا سره د اړیکو پر ځای کول؟

د سیاسي او دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري وايي چې د پاکستان پوځ او انتظامیه په ملکي سیاست کې د بوختیا له کبله په خپله څه کول نه غواړي ، نړۍ ته د پارلمان منظور کړی قرارداد ور ښي او د هغه په خبره په خپله یې ځان پټ کړی دی.

حسن عسکري زیاته کړه چې پخوا به د پاکستان بهرنۍ تګلاره جوړول د دې ملک د پوځ او یا د ایګزیګټیو کار وو خو اوس داسې ښکاري چې په دننه توګه معاملات داسې پېچل شوي دي چې پوځ او انتظامیه په خپله هیڅ کول نه غواړي او د هغه قرارداد تر شا پټ ناست دي چې پارلمان منظور کړی وو.

نېټو ته د سامان وړلو لاره او مالي زیان

د پاکستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ یوه مهمه وجه دا هم ده چې پاکستان د سلله پر پوسته تر برید وروسته په افغانستان کې د نېټو د ځواکونو لپاره د سامان وړلو لاره هم تړلې ده.

د نېټو ځواکونو ته د سامان له وړلو سره په پاکستان کې د ډېرو خلکو او په خاسه توګه د هغو پښتنو روزګار تړلی وو چې د کنټېنرو کاروبار لري.

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي چې که څه هم د نېټو د ځواکونو لپاره د سامان وړلو مسله اوس سیاسي شوې ده خو داذ حقیقت دی چې له دې سره په پاکستان کې د کنټېنرو کاروبار ډېر پرمختګ کړی دی.

اکرام هواتي زیاته کړه چې په مالي توګه سړی دا ویلای شي چې په پاکستان کې چې د کنټېنرو کوم کاروبار دی هغه د نېټو ځواکونو ته د سامان وړلو له کبله ډېر پرمختګ کړی دی.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي له هغه وروسته خرابي شوې چې کله د امریکا ځانګړو ځواکونو د تېر کال د مې پر دویمه نېټه د پاکستان له خبرولو پرته د دې ملک د اېبټ اباد په ښار کې د نړۍ تر ټولو مطلوب ترهګر او د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژی.

په دې اړیکو کې موجود کړکېچ له هغه وروسته په لا نوره توندي واووښت چې کله د تېر کال د نومبر پر شپږویشتمه نېټه د مومندو په قبایلي سیمه کې د نېټو د ځواکونو له خوا د پاکستاني پوځ د سلله پر پوسته په برید کې څلرویشت پاکستاني عسکر ووژل شو.
XS
SM
MD
LG