د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورینو کې د پښتنو زده کونکو یوه کلتوري غونډه


فرخنده وزیر : مشال راډیو

پراګ - د اټلي په تورینو ښار کې د انجینیرنګ پوهنتون پښتنو زده کونکیو په یو کلتوري غونډه کې سندرې وویلې او شاعري یې وړاندې کړه، چې پکې د زده کونکو په شمول څه نا څه اویاوو پښتنو ګډون وکړ. دوی خپلې روایتي جامې اچولې وې او روایتي خواړه یې هم جوړ کړي وو.

تورينو د اټلي په مهمو ښارونو کښې يو دی۔ د شمال لويديځ خواه ته، او د پو درياب په غاړه پروت دی۔ په کال ۲۰۰۸ م کې د دې ښاريې ټوله ابادي ۹ لکو پورې ښودل شوې وه۔

په يورپ، او اټلي کې په خصوصي توګه داښار د باغونو، کتابخانو، میوزيم، د فنونو او د خوراک ځايونو لپاره نوم لري۔ دا یو ورکوټې، خاموشه، او ښکلی ښار دی۔

د پښتنو شمېره په دغه ښار کې د تیرو دریوو کلونو راهیسې زیاته شوې ده، او یوه مهمه وجه یې د دغه ښار د انجنيرۍ پوهنتون پولټکنيک تورینو دی. دلته به پښتانه په حساب ۱۰۰، او د تورينو شاوخوا سيمو لکه (ورڅلي) کې څه نا څه ۲۰ پښتانه ځوانان په تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي.

په دې کښې ۱۵ پي ایچ ډي ، ۳۰ ایم ایس او نور په انجینیرۍ کې د بي ایس زده کړې کوي. بل خوا ته دلته نور پنا غوښتونکیو شمېر به هم د سلوپه شاؤخواه کې وي۔ خو د فاميلونو دشمېر څه معلومات نيشته۔

سره ددې چې د يورپ نورو ښاريو کې پښتانه په زرګونو تعداد کې میشت دي، په دې ښار کې یي شمیره ډیره لږه ده ، خو په خپلو منځو کې يي مينه، نږدوالی، او د يو بل سره مرستې او همکاري زیاته ده. او داسې دي لکه یوه کورنۍ، که هغه د افغانستان د خوا دي ، او که د پاکستان.



د اپرېل په ۲۸مه په تورينو کې میشت پښتنو په لومړي ځل يوه کلتوري غونډه وکړه، چې پکې د زده کونکو سره سره په دغه ښار کې میشت پښتنو هم برخه واخیسته.

په دې کې یو زده کونکي عطاء الرحمان د رحمان بابا کلام، فهيم خان وزير په تورينو کې میشت پښتنو پېژندګلو يوه ويډيو وښودله، شعبان علي خپله شاعري وړاندې کړه، حليم الرحمان په خپل غږ د غني خان يوه غزل وویلو، ، ناصر خان ديروجي د پښتو ژبې او کلتور په حواله خبرې وکړې، او حميد او عدنان مزاحیه خاکې وړاندې کړې، چې ټولو ترې ډیر خوند واخیستو.

ټولې برخې ډېرې وستاېلې شوې او ټولو دا نيت وکړو چه داسې غونډې دې نورې هم، او په غټه پېمانه وکړل شي۔ مېلمنو ته د نوو زده کونکیو په حواله عمران خان، او د غونډې يو غړي او د خېبر وېب پاڼې یو مشر عمر عثمان مروت خبرې وکړې او خپل خيالات یې څرګند کړل۔

ددې غونډې کوربه د صوابۍ فهد خان یوسفزی وو. په اخره کې ټولو زده کونکیو د پښتو په یو شمیر سندرو اتڼ هم وړاندې کړو.
XS
SM
MD
LG