د لاسرسي ځای


ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان سپريم کورټ د پنجشنبې پر ورځ (اپريل په ۲۶مه) د دې هيواد وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د عدالت په سپکاوی مجرم ګرځولی وو او د مقدمی اوريدنۍ پوري يې سزا ورته اورولی وه، چې ۳۰ سيکنډه وه.

د سپريم کورټ د فيصلي وروسته د پاکستان مخالفو ډلو له وزيراعظم سږه غوښتنه کړي چې خپله څوکي پريږدي، خو وزيراعظم وايي د ایين لاندي يواځي پارليمان دا فيصله کولی شي چې د دوي غړيتوب ختم کړي.

د مخالف ډلی مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف په يوه خبري غونډه کې ويلي چې د عدالت د سپکاوي په مقدمه کې وزيراعظم سزا شوي او مجرم دي نو ځکه دوي يوسف رضا ګيلاني د وزيراعظم په توګه نه منی.

تر دې فيصلي وروسته دا لومړی ځل دی چې د مسلم ليګ (ن) ګوند د حکومت پر ضد سخت غبرګون ښودلي.

د مسلم ليګ (ن) ګوند مرکزي سېکرټر اقبال ظفر جګړا له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي وزيراعظم دي خپله څوکي ژر تر ژره پريږدي.

دي وايي: ((سزا، سزا وی، که هغه د يو سکينډ ولي نه وي، هغه په دي سزا هم شو نو اوس په اخلاقی او په اييني توګه هيڅ جواز نه جوړيږي چې پخپله څوکۍ پاتې شي.))

خو پيپلز ګوند دريځ دي چې عدالت په هغه مقدمه کې سزا اورولی چې پري اوريدنه روانه نه وه. د خيبر پښتنونخوا سنير صوبايي وزير او د پيپلز ګوند غړي رحيم داد خان مشال راديو سره په خبرو کې وويل:

((د ایين او قانون لاندي وزيراعظم کار روايي کړي او په ایين کې اختيار د پارليمان له سپيکر سره وی چې هغوي به فيصله کوی چې د نا اهلۍ ضرورت شته او که نه.))

د نواز شريف لخوا په دي خبره چې په هيواد کې د فيصلی وروسته حکومت نشته رحيم داد خان وايي:

((نواز شريف څه ته هم نه ګوري او بيانوي یې، هغه تر دي مخکي هم ويلي وو چې نه وزيراعظم منم او نه صدر. په وخت کې بالکل حکومت شته او دي خلکو سره جواز نشته چې په دي وخت کې داسي خبري وکړي او هغه ځکه هم چې نواز شريف د يوي پريکړي لاندي باهر تللي وو او تر اتو کالو پوري په سياست کې د برخه نه اخستو ليکنه ورکړي وه.))

بيا د قانوني چارو کاروپوهانو لخوا د دي فيصلی تشريح کې هم متضادي خبري مخي ته راځي. په پيښور کې قانون دان بيرستر باچا مشال راډيو ته ويلي چې ((څو پوري چې دا فيصله په ليکلي برڼه کې نه وی داغلي تر هغي پوري دا به د وخت نه مخکي خبري وی. دي ته لږ انتظار کول پکار دي او په يو يا دوو ورځو کې به تفصيلی فيصله راشي. تر هغي وړاندی څه ګام پورته کول به مناسب نه وی.))

د بيرسټر باچا په وینا که چري سپريم کورټ پخپله تفصيلی فيصله کې د آیین ارټيکل (جي - ۶۳۱) اطلاق کوي نو وزيراعظم نااهله کېدای شي، سپيکر او نه هم اليکشن کمېشن سره څه جواز پاتي کيږي، او که چري داسي نه وي نو بيا له سپيکر او اليکشن کمېشن سره اختيار شته.
XS
SM
MD
LG