د لاسرسي ځای

د اسامه وژنه، آی ایس آی غواړي باور تر لاسه کړي


په اېبټ اباد کې د هغه کور نقشه چې په کې اسامه بن لادن وژل شوی وو

په اېبټ اباد کې د هغه کور نقشه چې په کې اسامه بن لادن وژل شوی وو

ژباړه: منور شاه، مشال راډیو

سرچینه: واشنګټن پوسټ


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د اسامه بن لادن دوژنې کال پوره کیدونکې دې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي د اسامه په لټولو کې اولني مالومات امریکا ته دوي ورکړي مانا دا چې په دغه کار کې دوی خپله ذمه واري ترسره کړې.

ورځپاڼه لیکی امریکا په آی ایس آی باندې چې د مذهبي سخت دریزو ډلو سره دمرستو کولو شک کوي. خو دا آی ایس آي د دغه چارواکي دا تازه څرګندونې ښايي چې داسامه بن لادن په وژنه کې دوي دامریکا سره مرسته کړې ده.

د ورځپاڼې په وېنا پاکستاني سیاسي مشران په ایبټ آباد کې د امریکا يي ځواکونو لخوا د اسامه د وژنې عملیات دهېواد د خپل واکۍ خلاف بولي، دا راز هغه ډاکټر چې داسامه په لټون کې یې امریکا سره مرسته کړې وه، هم پاکستاني چارواکو د غدارۍ په تور کې نیولې دې.

خو ورځپاڼه د آي ایس آي ددغه نا څرګنده چارواکي دخولې وايي چې په نړۍ کې هر ځایې د القایده خلاف کاروایانې شوي ددوي په مرسته شوی دي.

د اسامه بن لادن په معامله کې هم هغه ټیلیفون نمبر امریکايي چاروکو ته دوي ورکړې وود کوم له مخه چې سي آی اې په اېبټ کې د اسامه په لټون کې بریالي شو.

د آی ایس آي دا چارواکې زیاتوي چې دا نمبر دوي په ۲۰۱۰م کال کې امریکا ته ورکړې وو خو هغوي بیا په دې حواله دوي سره نور مالومات نه دي شریک کړي چې ددواوړو هېوادونو د استخباراتی ادارو ترمنځه د باورکمي ته اشاره کوي.

بلخوا امریکايي چارواکي بیا دا خبره ردوي.


ورځپاڼه لیکي د پاکستان صدر آصف علی زرداري د اسامه بن لادن د وژنې یوه ورځ وروسته هم په دې ورځپاڼه کې په خپله یوه لیکنه کې وېلی وو دوي په دې مطمین دي چې د دوي په ابتدايي مرسته دا کیسه تر سره شو.

او دې خبرې ته د امریکا صدر باراک اوبامه هم د اسامه دوژنې د خبر د اعلان په وخت اشاره کړې وه چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې د پاکستان د مؤثر کردار په نتیجه دا کاروايي ممکنه شوه.


خو ورځپاڼه لیکي چې وروسته دا خبرې شاته شوې ځکه چې په امریکا کې هم داسې پښتنې رامنځ ته شوې چې اسامه څه ډول په پاکستان کې دومره موده پټ وو او پاکستان کې هم د امریکا خلاف د مخ په زیاتیدونکي ولسي مخالفت له وجې حکومت د خپل دریز نه شاته شو.
XS
SM
MD
LG