د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي له امریکايي پلاوي سره لیدلي


افغان ولسشمر حامد کرزي پرون د امریکا د کانګرس له یوه پلاوي سره د افغانستان او سیمې پرحالاتو خبرې وکړې.

د ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د کانګرس د استخباراتو د کمیټې د مشرې ډایان فینشتین په مشرۍ دغه وفد پرون ماښام په ارګ کې له ولسشمر سره په افغانستان کې د سولې د بهیر، پدغه هيواد کی د ښځو د بنيادی حقونو ، د افغانستان او سیمی پرحالاتو او دغه راز له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د امریکا د مرستو د جاری ساتلو پرمسلو خبرې وکړې.

د امریکا د کانګرس دغه وفد د افغانستان او امریکا ترمنځ د او ږدمهاله همکاریو د سند مسوده د دواړو هیوادونو لپاره یو ستربریالیتوب وباله.

اعلامیه وایي، ولسمشرکرزي د هیواد د امنیتي ځواکونو پیاوړي کیدل مهم وبلل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG