د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا د تېلو پخواني وزیر مړی موندل شوی


د اسټريا پولیس وایي چې د لیبیا د تیلو د پخواني وزیر شکري غانم چې د تیرکال په جون کې یې د معمر قذافي له رژیم څخه خپله لاره بيلا کړې وه، مړی په دانیوب کې وموندل شو.

د ویانا د پولیسو ویاند رومان هاشلینګر وویل، د هغه په مړی د تشدد نښې ندي لیدل شوي او زیاته یې کړه چې د ا هم کيدی شي شته چې هغه به ناروغ شوی اوپه اوبوکې لویدلی وي.

مخکې د اسټریا خبري اژانس خبرورکړی وچې غانم په خپل اپارټمنټ کې مړ وموندل شو. د هغه د مړینې وجه په ظاهرا د زړه حمله ښودل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG