د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل ۲۹مه)


ژباړه: اسرار عالم مومند

کرسچن ساینس مانیټر


د ورځپاڼې کرسچن ساينس مانيټر په يوه مقاله کې راغلي دي د تېرې جمعې په ورځ سهار وختي د پاکستان چارواکو د القاعده د پخوااني مشر اسامه بن لادن د کورنۍ څورالس غړي سعودي عرب ته ملک بدر کړل او هم دارنګ له دې سره د بدحالۍ هغه دور پاي ته نږدو شو کوم چې دنړۍ تر تولو ملطوب تن يانې اسامه بن لادن د موندلو او بيا وژنې سره شورو شوې و.

د بن لادن د کورانۍ وکيل وايي دا ټوله پروسه اوږد مهاله او پېچلې وه نو قدرتي خبره ده چې د دې له پاي ته رسېدو سره هغوي ټول خوشاله دي او دارنګ دغه ټوله کورنۍ خپل کورته اولاړه.
له دې ملک بدرۍ سره د اسامه د کورانۍ د تقدير په اړه ټول شکونه ختم شو .

د اسامه د کورانۍ دا غړي د تېرکال د مۍ په مياشت کې د اسامه تر وژلو وروستو د پاکستاني چارواکو په تحويل کې ساتلې و ، خو دا پوښتنه له هم تر دې دمه نه ده ځواب شوې چې سعودي عرب به د بن لادن کورانۍ قبوله کړي او که نه ؟

په نورلسوه څلور نوي کې سعودي عرب د اسامه شهريت ختم کړې و نو دا خبره په ډاګه نه ده چې دغه هېواد به اوس د اسامه د کورانۍ هرکلې وکړي او که نه؟

کرسچن ساينس مانيټر د ناڅرګنده سرچينو په حواله وايي د اسامه بن لادن د کورانۍ او سعودې عرب حکومت ترمنځه د اړيکو ښه کولو په لړ کې د بن لادن ورور مهم کردار لوبولې.
نومړي په دې لړ کې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړي.

د دې پوښتنې ځواب له هم نه دې ورکړل شوې چې څه رنګه د دوه زره پنځم کال راهسې اسامه بن لادن په پاکستان کې پټ و او په اړه يي چاته مالومات نه و، تر دې پورې چې د اسامه د کورنۍ وکيل محمد عامر خليل دا نقطه راپورته کړې چې په دې لړ کې د چارواکو د وضاحت په اړه د شک وجه له هم موجود ده.

نوموړي له پوليسو څخه د اسامه د کشرې ميرمنې افشا شوي بيان ته اشاره وکړه او په چارواکو يي نيواکې وکړې چې دوي والې نور بيانونه له ځان سره پټ ساتلي دي.

لاس اېنجلس ټایمز

بلخوا د ورځپاڼې لاس انجلس ټايمز په يوه مقاله کې راغلي دي په دې روستېو کالونو کې يو شمېر افغان امنيتي سرتيري د لسګونه ناټو سرتېرو وژنې لپاره ذمه وار ګرځول شوي دي.
بايد چې د افغانستان د ځانګړي ځواک لپاره برتيانې په احتياط سره وشي او خاص کسان واخستل شي چې دارنګ د عام پوځ او پوليسو په پرتلا ډير منظم وي. افغان امنيتي سرتېرو او پوليسو ته تربيه ورکول له افغانستانه د غرب د وتلو د ستراتجکۍ مر کزي نقطه ده او دارنګ په دې به شاه وخواه يوه مياشت وروستو د شکاګو په غونډه کې هم خبرې اترې کيږي ، په افغانستان کې د څه باندې يوې لسيزې جګړې وروستو امريکا او د هغوي ملګري هېوادونه اوس له دغه هېواد د خپلو پوځيانو ويستل پېل کړي دي خو دوي له کابل سره د خپلو اوږد مهاله مرستو هم ژمنه کوي.

د روزنې ورکولو په ګډون د غرب خواکونه له افغان امنيتي سرتېرو سره يوځاۍ د دښمن خلاف جنګيږي.

د افغانستان د پوځ کور کمناډر جنرال عبدالحميد وايي په دې روستېو کې د قندهار ولايت په شاوالي کوټ اولسوالۍ کې د افغانستان د ځانګړي ځواک يو امنيتي سرتيري يو امريکايي پوځي په ډزو وژلو ، طالبانو دعوا کړې چې دغه افغان امنيتي سرتېرې دوي په ځانګړي ځواک کې ورننستلې و خو غربي پوځي چارواکې وايي د ا قسمه زياتره پيښې د ‌ذاتي جګړو له وجې رامخې ته کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG