د لاسرسي ځای

ښځې کورونو کې اچار جوړوي، او په بازار کې یې خرڅوي



باز محمد عابد، مشال راډيو

جلال اباد -
د ملګرو ملتونو د صنعتي د پراختيا اداره يا ( UNIDO) د ښځو د اقتصادي ودې لپاره د ننګرهار په سرخرود او خيوې ولسواليوکې د اچار او مربا جوړولو د زده کړې مرکزونه پرانيستي دي.

په دې مرکزونو کې ښځو ته د دريو مياشتو په دوران کې د زده کړې ورکولو سره هغوى په کور دننه د کار کولو وړتيا مومي.

په ننګرهار کې د ملګروملتونو د صنعتي پراختيا د ادارې يو تن مسوول محمد نعيم پخلا مشال راډيو ته په دې اړه وويل:

(( موږ د سرخرود او خيوې ولسواليوکې د خوراکي موادو پروس کولو مرکزونه لرو چې په هغې کې روب، اچار، مربا او نور ورته ملحقات جوړوو. موږ سره په دواړو مرکزونو کې د دريو مياشتو په دوران کې ١٦٠ تنه ښځې په دې برخه کې ټريننګ کيږي، هره هفته کې شل، شل ښځينه راځي او دلته زده کړه کوي. د روزمره مزدورۍ په حساب ورته يو نيم ډالر د لارې کرايه ورکول کيږي او کله چې توليدات مارکيټ ته وړاندې شي د دوۍ د برخې پيسې د دوى اکاونټونو ته ليږدول کيږي.))

په دغه مرکز کې ښځو ته د اچار او مربا جوړولو زده کړې هم ښځينه استازانې ورکوي. د سرخرود ولسوالۍ په مرکز کې يوه ښځينه استازه نجلا وايي چې د دغه مرکز له لارې دوى په دې توانيدلي چې د ښځو کورنى اقتصاد پياوړى کړي.

(( په رښتيا سره چې دا ډير ښه توليدات دي، موږ بازار ته هم وړاندې کړي او ډير خرڅلاو هم لري. موږ او زموږ کاريګرو ښځو د دې نه ډيره ګټه تر لاسه کړې. کومو ښځو چې زده کړې حاصلې کړي، اوس يې اکثره په کورونو کې اچار، مربا او روب جوړوي او بازار ته يې د خرڅ لپاره وړاندې کوي.))


د شبنم په نوم يوه نجلى چې په ياد مرکز کې يې زده کړې تر لاسه کړي، اوس په خپل کور کې اچار او مربا جوړوي او ازاد بازار ته يې وړاندې کوي.

(( موږ دلته په زده کړو کې ډير څه زده کړي اوس په خپلو کورونو کې اچار او نور ورته ملحقات جوړوو. کله چې موږ په خپل کور کې اچار او يا نور څه جوړ کړو هغه بازار ته وړاندې کوو او د دې لارې خپل کورنى اقتصاد پياوړى کوو.))

ياده دې وي چې په ننګرهار کې داسې ډيرې کورنۍ او بهرنې موسسې په فعاليت بوختي دي چې ښځې په کور دننه د دې جوګه کوي چې خپل کورنى اقتصاد پياوړى کړي.
XS
SM
MD
LG