د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د طب شخصي پوهنځی پرانیستل شو


د طب پوهنځی پرانیستل شو
د طب پوهنځی پرانیستل شو

نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست -
د افغانستان په خوست کې د احمدشاه ابدالي په نامه د طب يوه خصوصي پوهنځی جوړ شو.

که څه هم د خوست په شيخ زيد دولتي پوهنتون کې هم د طب پوهنځۍ شته او په سلګونو محصلين په کې په زده کړو بوخت دي، خو د سيمې خلک په دې خوشاله دي هغه زده کوونکي، چې دولتي پوهنتونو ته ندي بريالي شوي دلته به خپلې زده کړې وکړي.

د احمدشاه ابدالي په نامه د طب پوهنځۍ (کالج)د پرانيستې په اړه جوړو شويو مراسمو کې د دې خصوصي پوهنځي مشر ډاکټر بادشاه زار ابدالي ګډونوالو ته، چې په کې د خوست پر والي سربېره، ديني عالمانو، قومي مشرانو، د شيخ زيد پوهنتون استادانو او محصلينو هم ګډون کړى وو، وويل، چې په دې پوهنځي کې د طب په برخه کې عمومي زده کړې ورکول کېږي.

ډاکټر بادشاه زار ابدالي زياته کړه، چې د محصلينو د ښې زده کړې لپاره يې پر کورنيو استادانو سربېره يو شمېر بهرني استادان هم په دندو ګومارلي دي او پر ټولو طبي وسايلو کتابتون او لابراتوار سمبال دي.

ډاکټر بادشاه زار وويل: (( اوس په دې پوهنځي کې د ۱۵۰ نرينه او ښځينه محصلينو ظرفيت شته، خو د زياتو محصلينو د جذبولو لپاره به نور کار هم وکړو.))

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دې پوهنځي د پرانېستې پر مهال وويل، دوی غواړي، چې خصوصي پوهنتونونه ډېر ښه او پياوړي خدمات وړاندې کړي، خو دا هڅه هم کوي، چې دولتي پوهنتون تر ټولو پياوړی علمي مرکز وي.

د خوست د شيخ زايد پوهنتون رييس دوکتور ګل حسن ولي زي يادې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د طب دغه پوهنځۍ د دوی تر نظارت لاندې د لوړو زده کړو وزارت په رسمي جواز فعاليت پيلوي.
هغه زياته کړه: ((دغه موسسه به زموږ تر څارنې لاندې تکړه او برجسته محصلين وروزي او خپل خدمات به په ډېر ښه کيفيت سره وړاندې کړي.))

د يادولو ده، ورځې وړاندې د خوست ګاونډ پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د دولت له خوا د ښوونې او روزنې پوهنځۍ هم پرانستل شوه چې د دې ولايت اوسېدونکو يې په جوړيدو زياته خوښي څرګنده کړه.
XS
SM
MD
LG