د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی


د کندهار زندان یو منظر
د کندهار زندان یو منظر

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار -
د افغانستان د کندهار په زندان کې يو شمېر بندي کسانو له تېرې ورځې راهيسې د نه خوړولو اعتصاب پيل کړی دی چې تر اوسه لا دوام لري.

که څه هم اعتصاب کوونکي زندانيان وايي، پر وخت د دوسيو د نه څېړلو او قران کريم ته د سپکاوي په غبرګون کې يې اعتصاب پيل کړی خو دولتي چارواکي يې د اعتصاب لامل کابل ته د ځينو بنديانو لېږدول بولي.

زندانيان ادعا کوي چې د اعتصاب په غبرګون کې پرې د زندان ساتونکيو ډزې کړې دي او درې تنه يې ټپي کړي هم دي. خو چارواکي يې ادعا بې اساسه بولي.

د کندهار د زندان يو تن اعتصاب کوونکی بندي وايي:

(( خلک خورا ک نه کوي او دې ته تيار دي چې خولې وتړي. خو خوراکونه نه کوي.))

(( زموږ په غبرګون کې قران شريف په لغته وهل شوی دی. بنديان يي ویشتلي. چې اوس هم پراته دي او تداوي يې نه ده شوې . که زموږ غوښتنې ونه منل شي که ۲۰ ورځې هم وي موږ اعتصاب ته ادامه ورکوو.))

(( نه د چا جرم مالوم نه بل څه، بس را يې ولي او دلته په کالونو بنديان وي.))

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي، دولتي چارواکيو پرېکړه کړې وه چې د کندهار په لوی زندان کې يو شمېر سياسي بنديان کابل ته ولېږدوي خو بنديانو يې په غبرګون کې د لوږې اعتصاب پيل کړی دی.

فيصل وايي چارواکيو کابل ته د ځينو بنديانو د لېږدولو پرېکړه د کندهار په زندان کې د ځای د نشتوالي له امله کړې ده.

د ده په خبره اعتصاب اوس هم دوام لري خو پوليسو پر چا ډزې نه دي کړې.

(( د کندهار محبس د سياسي بلاک څو محدود شمېر بنديانو له پرونه (د اپرېل ۲۸مه) راهیسې د لوږې اعتصاب کړی دی چې اوس هم دوام لري. خو تر اوسه پورې نه پرې چا ډزې کړې دي او نه څوک ټپي شوي دي.))

تر دې وړاندې هم د کندهار د زندان ځينو بنديانو له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي وو چې نه يې دوسيې پر وخت څېړل کېږي او نه هم په زندان کې ځايېږي.
XS
SM
MD
LG