د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې په سلګونه چای خانې، هوټلې تړل شوې دي


ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د پاکستان تر ټولو لوي سوداګریز ښار کراچۍ کې له تېرې یوې اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي په پېښو کې که یوې خوا ته ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده نو بلې خوا د بدامنۍ له کبله کاروبارونو ته هم زیان اوښتې دی.

په ښار کې د اخ و ډب په روانو پېښو کې زیاتره وخت د چایو هوټلونه په نښه کیږي چې له وجې یې د ښار په بېلابېلو برخو کې په سلګونو د چایو هوټلونه بند شوي دي.


ایرانۍ چای خانې

خوا و شا درې لسیزې وړاندې د کراچۍ په مختلفو برخو کې د ایرانیانو د چایو هوټلونو نوم لرلو.

د ښار په مشهورو برخو کې به د ،،ایرانیان ټي شاپ ،، او یا هم به فارسي ژبه کې لیکل شوې له وجې د چایو د هوټلونو نښه بلل کېده.


د پښتنو هوټلې

خوا و شا ۲۰ کاله مخکې د ایراني هوټلونو ځای د بلوچستان صوبې څخه د کوچېدلو خلکو جوړ کړو هوټلونو ونیوه؛ او د ښار په مرکزي او لرې پرتو سېمو کې د کوټه - بلوچستان هوټل،کوټه - دربار هوټل،کوټه - پښین هوټل او داسې نورو نوم لرونکي هوټلونه د چایو د مینوالو د توجه مرکز جوړ شول.

د پښین ضلعې کربلا سیمې استوګن شوکت علي وایي مخکې یې خپل کلي کې د مڼو باغ و، خو تیرو کلنو کې چې وچکالي راغله نو هغه کراچۍ ته راغلې او دلته یې دکیماړۍ په جیکسن بازار کې د چایو هوټل جوړ کړو.


(([په] وطن کې چې وچکالي راغله ډېر خلک کراچۍ ته راغلل دلته یې هوټلونه جوړ کړل ، کراچۍ کې د کوټه والو چایي ډېرې مشهورې دي ،ځینو خلکو د ډوډۍ هوټلونه هم جوړ کړي دي ـ په یو هوټل کې شلو پورې کسان کار کوي او د کور ګوزاره یې پرې روانه وي.))


هغه وایي، په هوټل کې ورسره ورېرونه او خوریینه کار کوي.


د مې د ۱۲مې پېښې

په ۲۰۰۷کال کې د مې په ۱۲ نېټه کراچۍ ښار کې د هغه وخت لېرې کړې شوي مشر قاضي افتخار محمد چودري د هرکلي په قافله د کراچۍ په ملیر کالا بورډ سېمه کې ډزې وشوې ، او په لسګونو خلک په کې ووژل شول.

تر دې پېښې وروسته د چایو هوټلونه هم په نښه کیدل شورو شول.

اشرف علي وایي د ښار په مرکزي برخه برنس روډ کې یې د چایو هوټل وو،چې د مې د ۱۲مې تر خونړۍ پېښې وروسته نامالومه خلکو وسوزاوه.

اشرف علي زیاتوي د هوټل د سوزیدو روستو په مروت کوچ کې کلینډرې کوي.


((زموږ په برنس روډ کې د چایو هوټل وو، [د مې پر ۱۲مه] یې را [ته] هغه وسوزولو، هغه ځایې مو د کرایه وو،خو کاروبار مو خپل وو،د چایو پراټو هوټل وو، د پښتنو او ماجرو په لانجه کې وسوزید. بیا [تر هغې وروسته] مې ډېرې مزدوریانې وکړې او اوس دې ځایې ته رارسیدلی یم.))


د کراچۍ په ټول ښار کې څومره هوټلونه دي د دې کره شمیره هیڅ یوې ادارې سره نشته.

د کراچۍ صدر بازار ایمپریس مارکیټ صدر عبدالباري کاکړ دغه شمیره ۱۳۰۰۰ ښايي.

د هغه په خبره له ۲۰۰۷ ز کال راهیسې له ۱۰۰ څخه زیات هوټلونه بند کړل شوي دي.


د تاو تریخوالي په پېښو کې هوټلې سوزول کېږي

په ښار کې د اخ و ډب پر مهال که څه هم د چایو هوټلونو ته له پخوا راهیسې زیانونه اوړي، هوټلونه سوزل کیږی او یا هم پر حملې کیږي خو د اپریل میاشتې له پیل راهیسې د تشدد په پېښو کې د چایو په هوټلونو ترسره کیدونکو حملو کې زیاتوالی راغی.


د منان په نوم یو تن وایي، ورځې مخکې یې د ښار په سخي حسن کې پر هوټل ډزې وشوې، د هغه وراره او هوټل کې ناست کسان پکې ووژل شول ،هغه وایي اوس یې هوټل بند دی او نشي کولای د هوټل خلاصولو ته ور شي:

((پر هوټل یې ټکان وکړل ، یو مې په کې وراره مړ شو او درې ګاهکان زخمیان شول بیا په کې یو مړ شو . اوس هلته زموږ زندګي ډېره ګرانه شوې ده. د غریبۍ له پاره به ګورو نوره کومه لار به پیدا کوو، مزدوري به کوو . خو هغه ځای ته د کاروبار له پاره بیا نشو ورتللای.))


په کراچۍ کې د ایکسپریس ټرېیبون خبریال سهیل خټک له تېرې یوې مودې راهيسې د کراچۍ د پښتنو په مسایلو رپورټنګ کوي هغه په هوټلونو د زیاتو شویو حملو په اړه وایي:


((د اکثره هوټلونو مالکانو او چلوونکو ته دا پته وي چې کومه کوڅه کې څوک [ورانکاری] دی او څوک [هدفي وژونکی] دی. او څوک [له] کومې ډلې سره تعلق ساتي. کله چې حکومت د اپریشن اعلان وکړي نو دغو [وژونکو] ته دا وېره پیدا شي چې هسې نه دا سړی[د هوټل مالک] موږ پولیسو ته ور وښایي، نو هغوي د خپل ثبوتونو د ختمولو له پاره دغه د هوټل چلوونکي په نښه کړي ، او داسې ډېر واقعات شوي دي چې دغه هر څه ترې څرګندېږي.))


د ژبني تعصب پر اساس وژنې او تاوانونه

خو منان وایي، هغه پخپله او د هوټلونو مالکان له کومې سیاسي ډلې سره تعلق نه لري او هغوی صرف او صرف د ژبې په بنیاد په نښه کیږي:

((بس دا زیاتی راسره په دې وشو چې موږ د دوی نه وو خوښ. او دا زیاتی راسره ځکه وشو چې موږ پښتانه وو، پښتانه د دوی نه دي خوښ.))

د شوکت علي په نوم د هوټل خاوند وایي، په ټوله کراچۍ کې نه بلکې د ښار په ځینو برخو کې پر هوټلونو حملې کیږي:


((ګوره کومې چې د پښتنو علاقې دي لکه بنارس،کیماړۍ،قایداباد هلته هوټلونه محفوظ دي. خو اورنګي ټاون،ناظم اباد،ګلشن اقبال دا خطرناکې علاقی دي. له ګلستان جوهره خو بالکل [هوټلې ختمې شوې].))


د هغه په خبره، دا هغه سیمې دي چې [په کې] د نورو ژبو ویونکي او په خاصه توګه د اردو ژبې ویونکي اوسېږي.


د شوکت علي په خبره هغه خلک چې هوټلونه یې تړل شوي دي اوس له نورو خلکو سره په هوټلونو کې مزدوري کوي. په دوې کې ځینې خلک پنجاب ته د هوټلونو جوړولو له پاره تللي دي او ګڼ شمیر نور خلک یې بیا ایران ته د بېلا بېلو مزدوریو له پاره تللي دي.


پولیس یې ژبنی تعصب نه بولي

د کراچۍ پولیس هم دا مني چې په دې ورستیو کې د چایو هوټلونه، په ځانګړې توګه، د ترهګرو هدف ګرځېدلي دي،خو هغوی دا ردوي چې ګني دا حملې دې د ژبنیو تعصباتو زېږنده وي.


کراچۍ د خصوصي پولیسو[ایس آی یو] مشر ایس ایس پي شاهجهان وایي پر هوټلونو حملې په ښار کې د ویرې خپرولو په موخه ترسره کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه زیاته کړه چې له دې مخکې هم په کراچۍ کې د [هتوړا ګروپ] په نوم يو ترهګرې ډلې په د شپې له خوا خلک په څټکو وهل او هغه به یې وژل او له دې لارې به یې ویره خپروله.


د پولیس مشر شاهجهان په خبره کوټه کې په شیعه مسلکه هزارګانو او کراچۍ کې په سني مسلکه هوټل والاو باندې د زیاتو شویو بریدونو د یو بل سره د تړاو ترڅنګ دوی د دې حملو په اړه له بېلا بېلو اړخونو پلټنې پیل کړې دي.
XS
SM
MD
LG