د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې د اپرېل پر ۲۸مې د دې پخلی وکړ چې له ايران سره د دې هیواد د لانجمن اټومي پروګرام پر سر خبرې اترې بيا پيل کړي.
د ايران او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار د ادارې ترمنځ دوې میاشتې وړاندې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام پر سر تر سره شوې خبرې اترې ناکامه شوې وې.
د دې ادارې وياند ګيل تودور وويل چې دا خبرې به د مې د مياشتې پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه په ویانا کې تر سره شي.
خو د اټومي انرژۍ په نړيواله اداره کې د ايران سفير علي اصغر سلطاني مخکې د ايران (اېرنا) خبري اژانس ته د دې خبرو اترو نېټه د مې ۱۳مه او ۱۴مه یاده کړې وه.
ايران د خپل لانجمن اټومي پروګرام پر سر د نړۍ له شپږ طاقت ورو هیوادونو سره هم خبرې اترې بیا پیل کړې دي.