د لاسرسي ځای

ملایان دې خپله رویه بدله کړي، افغان حکومت


په افغانستان کې د نهو ولایتونو ملایان او امامان په یو درې ورځني سیمینار کې ګډون کوي

په افغانستان کې د نهو ولایتونو ملایان او امامان په یو درې ورځني سیمینار کې ګډون کوي



ژباړه: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


د افغانستان حکومت د هيواد ملايانو ته خبرداری ورکړی چې د تشدد زياتولو او د حکومت ضد تبليغات پرېږدي.

په دې لړ کي حکومت ملايانو ته درې موکې ورکوي چې پخپله رويه کې بدلون راولي که نه نو له سختو پايلو سره به مخامخ شي.

په افغانستان کي زياتره خلک د جمعې د لمانځه ادا کولو له پاره د جوماتونو مخه کوي.

په دغه ورځ د ملايانو نصيحت او خطبې په دغه هيواد کې په جګړه کې ښکېلو، د دواړو خواوو له پاره، اغېزمنې ګرځي.

يو خوا ته وسله وال طالبان غواړي چې له دې لارې ملاتړ تر لاسه کړي او بلې خوا ته بيا افغان او ناټو ځواکونه هڅه کوي چې د وسله والو د پيغام مخنيوی وکړي.


د ملایانو پر خبره زیات باور

د افغانستان د حج او مذهبي چارو د وزارت لخوا جاري شوي فرمان موخه په جوماتونو کې د ملايانو لخوا د نړيوالو ځواکونو ضد او د وسله والو په حق کې د پيغامونو مخه نيول ده ځکه چې په دې هيواد کې د حکومت پرتله د جوماتونو د ملايانو پر رايه خلک زيات باور کوي.

په کابل کي يو امام، مولوي محمد اصغر وايي: ((که چېرې موږ خپل خلک د سولې خوا ته وهڅوو نو دوی يې مني، او که چېرې دوی موږ هر کار کولو ته وهڅوو نو هغه هم دوی مني ځکه چې دوی خبر دي چې هر هغه څه چې موږ يې وايو هغه له قرآن او اسلام سره سمون خوري.))

په افغانستان کي دا وخت ۱۲۶۰۰۰ جوماتونه دي چې يوازي ۶۰۰۰ يې رجسټر دي او د حکومت لخوا وظيفه ورکول کيږي.

نور جوماتونه عام ولس جوړ کړي او ګاونډيان د جومات امام ته پيسې ورکوي.


د یاغیتوب په حق کې ویناوې

په کليوالو سيمو کې، چې په کې وسله وال طالبان زيات فعاله دي، هلته د جمعې په لمانځه کې د ياغيتوب په حق کي ويناوې کيږي.

د وزارت لخوا د جوماتونو او مذهبي مقاماتو مشر عبدالمالک ضيايي رويټرز ته ويلي: ((کله چې زموږ لخوا يو ټاکل شوی ملا د فرمان سرغړونه وکړي نو موږ يې له دندې لري کوو او که چېرې هغه زموږ لخوا په رسمي توګه نه وي ټاکل شوی نو موږ د امنيت او انصاف محکمو ته د ده په ضد راپور لېږدوو. ))


درې پړاوه

افغان حکومت د هغو ملايانو له پاره په درې پړاوه کې کړنلاره ټاکلې چې د آيين پر ضد او د تشدد په حق کې تبليغات کوي.

په لومړي پړاو کې به يو پلاوی له دې ملا سره ويني او خبرې به ورسره کوي.

په دویم پړاو کي به يو ټينګ اخطار ورکول کېږي او په درېيم پړاو کي به هغه ملا له دندې شړل کېږي چې د حکومت لخوا ټاکل شوی وي او که په ولسي جومات کي وي نو بيا امکان شته چې په بند محکوم شي.

خو په دې لړ کې پر افغان حکومت زيات شکونه کېږي چې څنګه به دوی دا کار عملي کړای شي، په ځانګړې توګه په هغو لرې پرتو سيمو کې چې د حکومت واک کمزوری دی.

د کابل پرته د نورو ولايتونو خلک وايي، دوی مياشتې وړاندې ملايانو ته تر فرمان جاري کېدو وروسته هم څه ډول بدلون نه دی ليدلی.

د هرات ۴۵ کالن استوګن حاجي خوشدل چې له ايرانۍ پولې سره نېږدې اوسېږي وايي، ملايان په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو په ضد غږېږي.

دوی د حکومت او طالبانو د سرغړونو او پر نورو بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کوي او خلک دوی په غور سره اوري.

د افغان حکومت لخوا د دې فرمان په اړه د هرات ولايت د علماوو د شورا غړی غلام فاروق وايي: ((زه يو سياستوال نه يم چې خلک د حکومت پر ضد او د يو بل سياسي ګوند په حق کې راوپاروم خو که د اسلام په ضد هر څه کيږي، زه به خپل غږ پورته کوم.))
XS
SM
MD
LG