د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (فیروز اپریدی)


د سندرو امېل پاڼې ته ښه راغلاست.

د پښتني ادب او فرهنګ د پرمختګ او ودې له پاره نه یواځې د خپل وطن دننه، بلکې له هیواده بهر هم لیکوالانو ادبي هلې ځلې روانې ساتلې دي.

په دې پښتنو کې یو فیروز اپریدی دی چې په قطر کې اوسي. دی د قبایلي سیمې خیبر د نا ارام تحصیل باړې دی.

فیروز اپریدی د قطر په پلازمېنه دوها کې د پاک پښتو ادبي ټولنې په نوم یوه فرهنګي اداره جوړه کړې ده او وايي، په قطر کې ورته ډېرې اسانتیاوې تر لاسه دي، او د دوی پر کلتوري هلو ځلو هیڅ بندیز نشته.

د مشال راډیو هارون باچا په دې خپرونه کې نن له فیروز اپریدي سره خبرې کړې دي او تاسې ته یې د تل په څېر ښایسته سندرې هم راوړې دي.

د سندرو امېل خپرونه لاندې اورېدای شئ.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG