د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تر هغې وخته درېیم هیلي کاپټر را رسېدلی وو'



ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو
سرچینه: نیو یارک ټایمز


د نیو یارک ټایمز د یوه رپورټ تر مخې د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا ویلي چې د اسامه بن لادن له مرګ سره القاعده کمزورې شوې ده او اوس د سپټمبر د یولسمې په شان د کوم برید د کولو توان نه لري.

لیون پانیټا چې د القاعده د مشر پرضد د عملیاتو په وخت د سي آی اې ډایریکټر وو د هغه وخت ځینې یادونه را تازه کړي او ویلې دي چې د عملیاتو په وخت په څلورو موقعو امریکايي پوځي او حکومتي چارواکي له سخت فشار سره مخامخ شوي ول.

وړومبی هغه وخت چې نیوي سیلز په هیلي کاپټرو کې سپاره د پاکستان هوايي حدونو ته ورداخل شول.

پانیټا ویلي دغه ډېر سخت وخت وو خو د پاکستان په ریډار سېسټم د دې هیلي کاپټرو درک و نه لګېد.

دویم هغه وخت کله چې له دوو هیلي کاپټرو یو هغه د اسامه د کور دننه وغورځید.

خو پوځي چارواکو اوویل چې دوي ددغه رقم حالاتو لپاره تیاروو او یو بل هیلي کاپټر ورواستولې شو.

درېیم هغه وخت کله چې امریکايي ځواکونه د اسامه کور ته ورننوتل او ورسره د ویډیو لاره پرې شوه.

تر ۲۰ منټو په واشنګټن کې ناست ولسمشر اوباما او د قامي امنیت چارواکو ته په د ټې وي په پردو هیڅ نه ښکارېدل. هم دغه وخت وو چې نیوي سیلز د اسامه د خوب کوټې ته ورننوتل او هغه يي په ډزو وواژه.

د امریکا د دفاع وزیر نیویارک ټایمز ته ویلي، دوی پر دې وخت د ډزو اوازونه واورېدل خو تر هغې وروسته ورته هیڅ پته نه لګېده.

څلورم هغه وخت ډېر له فشاره ډک وو کله چې خصوصي ځواکونو راغورځېدلی هیلي کاپټر له دې کبله وچاوده، چې ټیکنالوجي يي پاکستانیانو ته پاتې نه شي او په پاتې شوي یو هیلې کاپټر کې يې له ځان سره د اسامه مړې را اوچت کړ.

تر هغې وخته د مرستې له پاره درېیم هیلي کاپټر هم رارسېدلی وو!!
XS
SM
MD
LG