د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې بهیر په اړه د درې هیوادونو غونډه


پاکستان، افغانستان او امریکا ویلي، دوی به د سولې خبرو اترو د هیلې لرونکو طالبانو له پاره خوندي لار ولټوي.

د درېواړه هیوادونو چارواکو د اپرېل پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، دوی به پر دې تجویز د غور کولو له پاره د ماهرانو یوه ډله جوړوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوېد لودین وویل، دوی ته په کار دي په خبرو کې برخه اخیستونکو ته خوندي لار برابره کړي.

د درېواړو هیوادونو استازو په اسلام اباد کې له طالبانو سره د خبرو اترو پر ځای ولاړ حالت، او د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي عادي ډګر ته پر ګرځولو خبرې اترې وکړې.

د پاکستان استازیتوب د بهرنیو چارو د وزارت سېکرټر جلیل عباس، د افغانستان نماینده ګي د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوېد لودین وکړه او د امریکا له خوا په غونډه کې د افغانستان و پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین برخه واخیسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG