د لاسرسي ځای

په افغانستان کې یو بهرنی سر تېری وژل شوی


ناټو وايي په سويلي افغانستان کې يو کس چې د ملي اردو کالي يې په غاړه وو، د اېتلافي ځواکونو يو سرتيری یې وژلی.

د اېتلافي ځواکونو په وينا ځوابي ډزو کې بريد کونکي هم وژل شوي.

د افغان ځواکونو يو کمانډر ويلي، دا بريد د افغانستان د ځانګړي ځواکونو يو افسر د چارشنبي په ورځ د کندهار ولايت په شاه ولی کوټ کې بريد کړي.

په واشنګټن کې د پينټاګون وياند وايي د وژل شوي سرتيري تعلق له امريکا سره دي. اتلافي ځواکونو د پيښي پلټني پيل کړي.
XS
SM
MD
LG