د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې طالبانو په لسګونه ښوونځي تړلي



ژباړه: بوریوال کاکړ، مشال راډیو

سرچینه: واشنګټن پوسټ


واشنګټن پوسټ د دې رپورټ په پیل کې لیکي، وسله والو طالبانو په دې اوونۍ کې د افغانستان په جنوب کې شاوخوا ۵۰ ښوونځي په بشپړه توګه او یا په جزوي توګه تړلي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا د هیواد په داسې سیمه کې د یاغیانو د قوت زړوره ښودنه چې په اوس مهال کې د امریکا د جګړه ییزو هڅو مرکز ده.

ورځپاڼه لیکي، د دې ښوونځیو تړل په څرګنده توګه د افغان حکومت له خوا په جنوبي ولایت غزني کې پر موټرسایکلونو د بندیز پرېکړې ته غبرګون ښکاري.

ورځپاڼه د افغانستان د امنيتي چارواکو له خولې لیکي، پر موټرسایکلو بندیز د یاغیانو تګ راتګ تر بیخي ډېره حده محدود کړی دی او افغان حکومت او یاغیانو تر منځ یې تصادم لا زیات کړی دی.


د وسله والو خبرداری

افغان چارواکو ویلي، وسله والو په دې اوونۍ کې ښوونکیو او کورنیو ته خبرداری ورکړ چې خپل ماشومان دې په کورونو کې وساتي.

د دې چارواکو په وینا په غزني کې ښوونځیو ته له تلونکو ۳۶ زره ماشومانو نیمې برخې د وسله والو دا خبره منلې ده.

د افغانستان د ښوونې وزارت یوه چارواکي ورځپاڼې ته ویلي، وسله والو پر موټرسایکلونو د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې د مشرانو او له جوماتونو خپور کړی دی چې ماشومان دې ښوونځیو ته نه ځي.

د ورځپاڼې په لیکنه، تر پنجشنبې پورې په غزني کې د نجونو او هلکانو په لسګونه ښوونځي یا خو خالي ول او یا هم د زده کوونکو شمېر په کې لږ وو.

رپورټ لیکي، په تېرو کالونو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په نا ارامه سیمو کې په لسګونه ښوونځي په خاصه توګه چې نجوني په کې زده کړې کوي تړلي او یا هم ځنډولي دي.

خو په غزني کې د ښوونځيو دا ډله ییزه تړنه نه یوازې د نړیوالو او افغان ځواکونو پر ضد د جګړې بلکې د هغو بنسټیزو ټولنیزو خدمتونو د محدودولو په لړ کې د یاغیانو د قابلیت یو له څرګندو نښو ده چې د لویدیځ مرستندویو پر یوه لسیزه تېره کړې وه.


پر موټرسایکلو بندیز

د غزني والي محمد موسا اکبرزاده ویلي، دوی پر موټرسایکلونو د دې له کبله بندیز لګولی چې پر موټرسایکل سپرو به خلک وژل او د هغه په وینا پر موټرسایکلونو د بندیز باید د ښوونځیو د تړلو له ګواښ سره هیڅ تړواړ نه وي.

محمد موسا اکبرزاده زیاته کړې، د وسله والو له خوا د ښونځیو د تړل نه په مذهب کې او نه هم په دلیل کې د منلو وړ دي.

واشنګټن پوسټ د غزني د چارواکو له خولې لیکي، پر موټرسایکلونو تر بندیز وروسته په غزني کې امنیتي وضع ښه شوې ده.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، ځايي چارواکو له وسله والو سره د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه خبرې اترې پیل کړې دي خو افغان چارواکي وايي چې دوی د دې مسلې د چټک هواري په اړه خوشبین نه دي.
XS
SM
MD
LG