د لاسرسي ځای



هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
په داسې حال کې چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې يو کال پوره کېدو ته نيږدې شوی، د واشنګټن د بروکېنګز اېنسټيټيوټ (دا یو څېړنیز مرکز دی) يو مشر څېړنکار او د امريکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) پخواني افسر بروس ريډل ويلي که څه هم د القاعده د غټو ترهګرو بريدونو کولو توان ټکڼی شوی خو لا هم دا ډله د يوې خطرناکې ترهګرې شبکې په حيث خپل فعاليتونه تنظيم او عملي کولای شي.


اسامه پرهېز ګار کس نه وو

نوموړي په ياده اداره کې جوړې شوې هغې يوې غونډې ته وينا کوله چې د بن لادن تر وژل کېدو وروسته، د امريکا او پاکستان د اړيکو او لويديځ هیوادونو، په تېره امريکا ته، د القاعده له خوا د ممکنه ګواښونو د څرنګوالي په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه.

بروس ريډل، په دې اړه چې بن لادن د خپل ژوند په وروستیو کالونو کې څنګه وکولای شول د پاکستان دننه له يوه پټن ځای د يوې نړيوالې ترهګرې ډلې مشري وکړي، وويل:

((اسامه بن لادن چې يو کال مخکې ووژل شو، کوم پرهېزګار کس نه وو چې په يو غار کې اوسېده. هغه د نړۍ د تاريخ د تر ټولو ستر نړيوال ترهګر تنظيم مشر وو. هغه په ګرده نړۍ کې د القاعده له کارګرانو سره په رابطه کې وو چې ورته د ترورېستي فعاليتونو له پاره هدايات به يې ورکول. هغه د پاکستان په دغه کور کې شپږ کاله ژوند وکړ، چې يوه حېرانونکې خبره ده. د هغه له دغه ځايه د امريکا ځانګړو ځواکونو د کالج د يوې لايبريرۍ په اندازه مواد راوړي، کوم چې دلته به امريکا کې ژباړل شوي او د يوې زياتې برخې مطالعه يې هم بشپړه شوې.))

ريډل د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه نېټه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د بن لادن وژنې او تر هغې وروسته د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په برېدونو کې د القاعده د سر د يو شمېر نورو ترهګرو په نښه کېدو ته په اشارې زياته کړه چې ولسمشر براک اوباما په ۲۰۰۹ ز کال کې د يادې ډلې د له منځه وړلو خپله ژمنه تر ډېره پوره کړې.

ده همدا راز، د القاعده د اوسني مشر ايمن الظواهري په اړه وويل چې که څه هم نوموړی د دې ډلې د بيا ژوندي کولو هڅې کوي خو هغه مقام او اهميت چې بن لادن تر لاسه کړی وو، د ده په برخه به نه شي.


په پاکستانۍ تګلاره کې بدلون نه دی راغلی

اسامه بن لادن د پاکستان له حربي ښوونځي سره نېږدې وژل شوی وو

اسامه بن لادن د پاکستان له حربي ښوونځي سره نېږدې وژل شوی وو

بروس ريډل، چې په ۲۰۰۹ ز کال کې يې د ولسمشر اوباما په بلنه د افغانستان او پاکستان له پاره د سپينې ماڼۍ تګ لارې ته د بيا کتنې د پروسې مشري هم کړې وه، وويل چې په پاکستان کې د اسامه وژنه پر ځای د دې چې د دې هیواد په ستراتیژيکي پالیسيو کې د يوه مثبت بدلون لامل شوای وای، يوازې د حکومتي او پوځي حلقو مزاحمت يې راوپاروه.

نوموړي همداراز، په دې وروستيو کې د پاکستان دننه راوتلې د سیاسي بحرانونو لړۍ ته په اشارې په خواشينۍ سره وويل چې د دې هر څه باوجود، د نړۍ په اړه د دغه هیواد د مشرانو سوچ هم هغه رنګه زوړ پاتې دی.

((زما نه شي خيال چې د پاکستان بحراني صورتحال د دې هیواد اېسټيبلېشمينټ او يا هم سياسي مشرتابه خپلو پالېسيو ته د بيا کتنې له پاره مجبوره کړي وي. ولې اسامه وکړای شول چې د پاکستان له پوځي اکيډمۍ سره د يوه ميل په واټن د شپږو کالونو له پاره پټ پاته شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د پاکستان دننه د چا په ذهن کې هم نه راځي. دغه هیواد لا هم لګيا دی د ترهګرۍ ضد جګړه کې دوه مخی رول لوبوي. پاکستانيان بايد دا يوه پوښتنه وکړي چې ولې د امريکا انصاف وزارت ته له مطلوبو پينځو نړيوالو ترهګرو څخه درې تنه يې، چې ايمن الظواهري، ملا عمر او حافظ سعيد دي، په پاکستان کې پټ دي؟))


کېدای شي ظواهري هم په پاکستان کې وي


بروس ريډل د واشنګټن د غونډې ګډون والو ته په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې امريکا غواړي له پاکستان سره خپلې اړيکې بيرته عادي حالت ته راولي، خو په عين وخت کې يې د پاکستان د پارلېمان دا غوښتنه چې امريکا دې په قبايلي سيمو ډرون بريدونه کول ودروي، د دواړو هیوادونو د تعلق د يوې پېچلې نکتې په توګه ياده کړه.

(( امريکا به په پاکستان کې د مهمو ترهګرو تنانو د تعقيب په هدف د يو اړخيزه عملياتو له تر سره کولو په شا نه شي. ژر ده او که پسته، هلته به يوه بله ډرون حمله کېږي او موږ به ګورو چې د پاکستان غبرګون به څه وي. او کېدای شي يو وخت راشي چې سي آی اې ووايي چې ايمن الظواهري هم په پاکستان کې دی، او زه په دې کې هيڅ شک نه لرم چې که له اوباما څخه د عملياتو غوښتنه وشي نو هغه به يو ځل بيا خپل سمندري ځواکونه دغه هیواد ته ولېږدوي، او هغه دا کار کولای شي.))

ښاغلي ريډل په ورته وخت کې د امريکا او پاکستان د اړيکو د ښه کېدو له امله هيله هم وښوده، خو په دې شرط چې پاکستان د خپل نفوذ لاندې طالب وسله وال د افغانستان د سیاسي جوړ جاړي له پروسې سره ملګري کېدو ته وهڅوي.

د پاکستان په اړه بيا راپورونه وايي چې په دې وروستيو کې يې د افغانستان د روغې جوړې له بهير سره د خپلې ريښتينې همکارۍ ژمنې کړي او ويلي يې دي چې له امريکا سره د دوه اړخيزه احترام پر اساس ولاړ يوه تعلق ته لېواله دی.
XS
SM
MD
LG