د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې یوه کس د الوتکې تښتولو هڅه کړې


تر دې مخکې هم د پاکستان هوايي شرکت الوتکو داسې بیړنۍ ناستې کړې دي. د تېر کال په وروستیو کې هم د پي آی اې یوه الوتکې د بم د موجودګۍ اطلاع له کبله ناسته کړې وه
تر دې مخکې هم د پاکستان هوايي شرکت الوتکو داسې بیړنۍ ناستې کړې دي. د تېر کال په وروستیو کې هم د پي آی اې یوه الوتکې د بم د موجودګۍ اطلاع له کبله ناسته کړې وه

ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د پاکستان د کراچۍ له نړیوال هوایي ډګر څخه د پنجاب صوبې بهالپور په لور الوتې الوتکه پي کی ۵۸۶ له الوت څخه نیمه ګینټه روستو بېرته د کراچۍ په هوایي ډګر کوزه کړې شوې ده.

د پي آی اې ویاند سلطان احمد رسنیو ته ویلي، یوه مساپر هڅه وکړه چې الوتکه وتښتوي، نو ځکه الوتکه بیرته کوزه کړل شوه.

د هغه په خبره، الوتکې د کراچۍ پر هوايي ډګر بیړنۍ ناسته کړې ده.

سلطان احمد زیاتوي، په الوتکه کې ناست ټول کسان روغ رمټ دي.

عیني شاهدان وايي، د الوتکې تر بیړنۍ ناستې وروسته ګڼ شمېر ایمبولانسونه او د اور وژنې ګاډي الوتکې خوا ته رسېدلي دي.

د دې تر څنګ د کراچۍ هوايي ډګر امنیت لا پسې ټینګ کړل شوی دی.

ځايي رسنۍ وايي د الوتکې تښتونې ګواښ کوونکی مساپر جاوېد انصاري نومېږي او هغه د کراچۍ د ډیفنس سیمې استوګن دی چې په کې زیاتره شتمن خلک اوسي.

مشکوک کس امنیتي ادارو نیولی او له هغه پوښتنې روانې دي.
XS
SM
MD
LG