د لاسرسي ځای

اسامه فکر کاوه القاعده یوازې شوې ده


د امریکا د قامي استخباراتو یوه لوړ پوړي چارواکي جېمز کلیپر ویلي، د القاعده مشر اسامه بن لادن د خپلې وژنې په ورځو شپو کې په دې خبره ډېر فکر مند وو چې د عربي هیوادونو د پاڅون له کبله القاعده یوازې شوې ده.

له امریکا غږ سره د یوې مرکې پر مهال کلیپر ویلي، په عربي نړۍ کې پاڅون د القاعده په څېر جهادي نه وو بلکې بل شان امېدونه او ارمانونه یې لرل.

دی وايي، اسامه په دې خبر وو چې له دې سره به دی نور هم یوازې شي.

کلیپر زیاته کړه: ((بې له شکه، د القاعده وجود کمزوری شوی دی خو لا له منځه تللی دی. او زما په اند، دا مهمه ده چې پر القاعده فشار قایم وساتل شي. په اوسني حال کې دا د خپل پخواني وجود یو سیوری دی ځکه چې د اسامه په شکل کې د تنظیم مشر تابه او تر هغه لاندې مشران له منځه تللي دي.))

په عربي نړۍ کې د اوږد مهاله ټولواکه رژیمونو پر ضد د پاڅونونو لړۍ له تیونسه پیل شوه.
XS
SM
MD
LG