د لاسرسي ځای

پاکستان د اسامه کورنۍ سعودي عرب ته واستوله


د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي له پاکستانه، سعودي عرب ته استول شوي دي.

چارواکي وايي د اسامه دري کونډې او ماشومان په يوه الوتکه کې د اپرېل د ۲۷مې پر سهار وختي واستول شو.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن تېر کال د مې پر دويمه نېټه د امريکا ځانګړي ځواکونو په يو بريد کې وژل شوی وو، چې تر دې وروسته، پاکستان د اسامه کورنۍ غړي په حراست کې اخیستي ول.

څېړونکې وايي، يو ځل چې دا کورنۍ له پاکستانه ووځي نو هغه تفصيلات څرګندولای شي چې څنګه د نړي تر ټولو مطلوب کس په پاکستان کې کالونه تير کړل او کېدای شي چې د پوځ او يا هم د استخباراتي ادارې ځينې کسانو ورسره مرسته کړې وه.

د اسامه له کورنۍ، د پاکستان استخباراتي اداري پلټنې کړې دي او عدالت تېره مياشت دې هيواد ته په غير قانوني توګه په ننوتو سزا واوروله چې په پوره کېدو یې کورنۍ بیرته واستول شوه.
XS
SM
MD
LG