د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لواړګي کې د مېچنۍ سیلځای



فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی -
د خیبر درې په لویه لاره د لواړګي بازار او تورخم پولې ترمینځ د میچنۍ په نوم د سیل ځای یو تاریخی اهمیت لری.

د سیل له دې ځایه د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو بازارونه، ودانۍ، د کابل سیند او داسې نور تاریخی ځایونه په نظر راځی.

د سیل دغه ځای د خیبر رایفلز ځواک تر انتظام لاندې دی،او اوس یې په کې سیلانیانو او میلمنو د پاره د ځای کلتور په څیر د ناستې ځایونه او چمنونه هم جوړ کړی دی،او د (سن روم) په نوم یې پکې د شیشو یوه کوټه هم جوړه کړې ده،چې سیلانیانو ته په کې د دغې سیمې د تاریخ په اړه معلومات ورکول کېږي.

دلته یو پخوانی دوربین هم لګول شوی دی چې تر لرې پورې ځایونه په کې په صفا توګه په نظر راځي.

د خیبر رایفلز ځواک چارواکي وایي، له خیبر پاسه تېر شوي یو شمیر ملکي او غیر ملکي خلک او مهم شخصیتونه هم د سیل دغې ځای میچنۍ ته راغلي دي او د دغې سیمې سیلونه یې تر کړي دی، په دې اړه باندې د خیبر رایفلز ځواک له اړه معلومات ورکونکی زعفران اپریدي مشال راډیو ته وایي:

((دلته جارج ډبلیو بش،لیډی ډیانه،کوفی عنان اود رچرډ باوچر په ګډون داسې ډیر شخصیات راغلی دی، اود بیلا بیلو ملکونو کرکټ لوبغاړو هم د دغې ځای نه سیلونه کړی دی.))

د سیل ځای میچنۍ په اړه باندې یو ځای اوسیدونکۍ سعدالله آپریدۍ وایي، دی په خپله هم ډیر ځل میچنۍ ته ورغلۍ دۍ او خپل میلمانه هم ورته بیایي.

او په دې اړه یو بل ځای تن سراج آپریدۍ وایې چې(( دا ډیر په لوړه ځای دي،او دي ځای نه د افغانستان بیلا بیلې سیمې او تورخم پوله صفا په نظر راځی))

زعفران اپریدی وايي: (( پخوا به دلته ډیر ملکی او غیرملکی سیلانیان راتلل خو ولې اوس ورته د امنیت د خرابې وضعې له امله دومره څوک نه راځي.))

یاده دې وي چې په خیبر قبایلی سیمه کې د میچنۍ په څیر د سیل داسې یو شیمر نور ځایونه هم شته.
XS
SM
MD
LG