د لاسرسي ځای

تازه خبر

که وسله وال زندان ماتولای شي، نو ښار هم نیولای شي


ژباړه: فرخنده وزیر، مشال راډیو

لیکوال: عمر فاروق

سرچینه: ایکسپریس ټریبیون


په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې عمر فاروق لیکي، په ۲۰۰۹م کال کې چې کله په سوات کې د ځايي وسلوالو خلاف عملیات وشول، او حکومت خپله عملداري پر ځای کړه، نو د خیبر پښتونخوا ولس داسې فکر کاوه، چې اوس د دوی په سیمو کې وسلوال نشي راپورته کیدای.

خو د بنو پیښې یو ځل بیا خلک حیرانه کړي، چې څنګه ۱۵۰ وسلوال راغلل، پر جېل یې حمله وکړه او ۳۸۰ قید یان یي خوشې کړل؟

لیکوال وایي که چیرې دغه وسلوال د جیل کنټرول تر لاسه کولی شي، نو بیا خو د بنو ښار هم په خپله قبضه کې اخیستای شي.

په کاغذونو کې د بنو جیل سخته سیکیورټي ښودل شوې، خو په حقیقت کې داسې هیڅ نه وو. دغه جیل چې په دوه کلومیټره کې د دریو پولیس سټیشنو سره نږدې دی، او د بنو ټاون شپ سره خواته جوړ شوی، د داخلیدو درې دروازې لري، او بیا جیل ته دننه هم بیلې دروازې جوړې شوي دي.

په هرې دروازي یو کس ولاړ وي، او څوک چې هم دغې جیل ته دننه ځي، نو اول یي نوم لیکل کیږي، او بیا وروستو د یوې بلې دروازې نه تیریږي ، چې هلته هم یو کس وي. او بیا جیل ته د ننوتو پر وخت یو پولیس ولاړ وي، چې یو عام ټوپک ورسره وي.

په دغه جیل کې د یو سل یو پنځوس پولیسو ډیوټي لیګدلې، خو ۱۰۹ دغلته کار کوي، او په دغه شپه چې وسوالو حمله کوله ، یوازي ۲۱ په ډیوټۍ وو.

ایکسپریس ټریبیون دا هم وایي ، اته پولیس د ډیره اسماعیل خان او کرک جیل ته د بنو جیله لیږل شوي وو، لس په رخصت وو، او شپږ چې په دغه وخت یی ډیوټي وه، خو موجود نه وو.

یو پولیس چارواکی چې د نوم نه ښودلو په شرط وایي، طالبانو لومړی د جیل په پاټک دروازه راکټي برید وکړ او دا شان یی ډزې هم شورو کړي. او زیاتوي د حمله کونکو سره جدیده وسله وه، او د دوی سره یوازې پنځه کلاشنکوف وې، نو بیا تاسو ووایۍ چې دوی به په پنځو کلاشنکوفو څنګ د هغوي مقابله کوله.

پولیس چارواکو دا هم وییلي، د جیله یو کس زر تر زره نورو چارواکو ته اطلاع ورکړه، خو دا ورته وویل شو، چې پولیس یونیفام اچوي نو درسیږي، خو په دې هر څه کې یو ګینټه تیره شوه ، او طالبانو خپل کار وکړ.

د نوم نه ښودلو په شرط دغه پولیس چارواکی زیاتوي، ده داسې فکر کولو چې بس مرګ یی نږدې دی، او زیاتوي، په جیل کې دوه کسان چې د پانسۍ په کوټه کې ډیوټي کوي ، دواړه ونې ته وښتل چې خپل ژوند بچ کړي، او دوو نورو پولیسانو د قیدیانو جامې واچولې او د وسلوالو سره وتښتیدل، او په منډه یي ځان بچ کړو. دغه چارواکی زیاتوي، چې ما ډیر وښاندل، کله چې راته مالومه شوه، دوه پولیس هم د وسلوالو سره د جیله وتلي.

ورځپاڼه لیکي، یو کس د جیل په دروازه ولاړ وو، او چې کوم قیدي به وتلو نو دا به یی ورته وې ، زه زه تا اوس ازاد یی ، بس موږ ته دعا کوه، او ژوند د الله په لار کې تیر کړه.

اخوا پولیس چارواکي وایي څوک چې پخپله خوښه واپس جیل ته راغلل، او یا ونیول شول، هیڅ سزه به ورته نه ورکړل کیږي ، ځکه چې دوی په زور په تیښته مجبور کړل شوي وو.
XS
SM
MD
LG