د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې باید د کوکنارو کر ضد ګامونه واخیستل شي


ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

سرچینه: کرسچین ساینس مانیټر ورځپاڼه


کرسچين ساينس مانیټر ورځپاڼه ليکي، د امريکا ولسمشر باراک اوباما او کانګرس ته پکار ده چې په افغانستان کې د جنګی مشن یا ماموریت پای ته په رسېدو، د کوکنارو د کروندې پرضد د کوټلو ګامونو پورته کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د ورځپاڼي په وينا، په امريکا کې هر کال يو لک خلک په لومړی ځل هيروين استعمالوی او په تېره لسيزه کې په دې شمېرو کې اضافه هم شوې.

د افغانستان د مستقبل په اړه جوړېدونکي بحث کې دا شمېر هېر کړل شوی چې د ټولې نړۍ ۹۰ فيصده د کوکنارو منابع یا سرچینې په دې هيواد کې دي.

ورځپاڼه ليکي، ولسمشر اوباما په افغانستان کې د را روانې لسيزي په اړه ژمن دی خو بايد له افغانو کروندګرو سره د اوږد مهاله مرستو له پاره کانګرس په اعتماد کې واخلي؛ دغه کروندګر په دې خبره پوه کړي چې د کوکنارو د کرلو پرځای ګټور فصلونه وکري.

ورځپاڼه ليکي چې په شیکاګو کې د ناټو هيوادونو په غونډه کې د افغانستان په اړه باید اخري پرېکړي دا وکړل شي چې د هيروينو تجارت پر ضد کمپاين به اغيزناکه وي.

دا هلې ځلې نه يواځې د نړۍ له پاره بلکې، د دې هيواد لپاره هم ډېر مهم دی چې دا د درغليو او طالبانو ته د پيسو ورکولو سرچينه ده.


ورځپانه ليکي، د کوکنارو فصلونه اړول يو لنډ مهاله او خپل ځان ته د ماتې ورکولو په مانا ده.

دا د طالبانو لاسونو ته ورغلي او په ۲۰۰۹م کال کې امريکا له دې لاس اخیستي او افغان مشرانو ته يې دا کار سپارلی دی.
XS
SM
MD
LG