د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د افغانانو 'د ایستلو په اړه تشویش لرم'


په اسلام اباد کې د کابل سفیر، عمر داود زی
په اسلام اباد کې د کابل سفیر، عمر داود زی
د پاکستان د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په یوه میاشت کې دننه به په پېښور کې مېشت نا رجسټر شوي افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي.

په دې موضوع د مشال راډیو خبریال بشیر ګواښ، په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر عمر داودزي سره خبرې کړې دي.

داودزی وايي، په دې اړه له رسنیو خبر شوی دی او دا چې پر دې تشویش لري.

دی وايي، په دومره لنډه موده کې د دومره زیاتو افغانانو خپلو کورونو ته ستنېدل هم نا ممکنه خبره ده او دا شونې نه ده.

داودزي مشال راډیو ته وویل، باید دا کډوال په جبري توګه و نه ایستل شي او باید د رجسټر کولو له پاره یې لار ولټول شي.

له افغان سفیر سره پوره مرکه دلته واورئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG