د لاسرسي ځای

د افغانستان له پاره د امریکا پالیسۍ مبهمې دي



د امريکا په سينيټ کې د حکومت مخالفه رېپبلکن ګوند سينېټر او د دې ايوان د خارجه چارو د کمېټۍ غړي سينېټر مارکو روبيو ويلي، د افغانستان له پاره د امريکا پالېسۍ مبهمې دي.

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د بې ثباتۍ یوه وجه دا ده چې په سیمه کې خلک او ملکونه په یاد هیواد کې د امریکا د اوږد مهاله رول په اړه د بې باورۍ ښکار دي.

بیا هم روبیو د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو هیله و ښوده چې له دې سره به په دې بې باورۍ کې څه کمی راشي.

دا خبرې نوموړي په واشنګټن کې د یوې څېړنیزي ادارې بروکنګز انسټي ټيوټ لخوا یوې جوړې شوی غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي دغه راز د امريکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان د امنيت او ثبات په ټينګښت کې دې له دې هېواد سره کړې خپلې ژمنې عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا او افغانستان له یو بل سره د اوږد مهاله ستراتيژيک تړون لاس ليک کولو ته نږدې شوي دي.
XS
SM
MD
LG